د ۳۶ کلنې کټرینا د ښکلا راز

خبریال وېب پاڼه/د هندوستان یا بالیووډ سینما وتلې ستورې کټرینا کیف د نوم په اورېدو سره به د هر چا په ذهن کې د هغې ښکلا انځورېږي خو فکر مو کړی چې ولې دغه ۳۶ کلنه ستورې ولې دومره تر او تازه پاتې ده؟

ولې یې بدن د تازه پېغلې په شان تاند او غوړېدلې څېره لري؟ ډېرې داسې پوښتنې به وي چې ستاسو ذهن کې به را ګرځي.

کټرینا د بالیووډ په اوسني پېر کې د حسن ملکه یادېږي. که څه هم نوې نجونې د فلمي نړۍ ډګر ته په کې راغلې دي خو د کټرینا کیف انداز لا هم د مینوالو لپاره ځانګړی دی او د هر چا په زړه چمبې وهي. د هند سینما او په ټوله کې هندي نجونې په اداګانو کې نوم لري او که هر څومره بدرنګې وي، خو په خپله مکاره اداکارۍ د خلکو زړونه ور کشکوي. په نورو به یې خبرې نه کوو، د کټرینا په هکله به ووایو:

د کټرینا کیف څېره او بدن ډېر نازک او زړه را ښکونکی جوړ دی. نوموړي که څه هم راتلونکو څو میاشتو کې ۳۷ کلنه کېږي خو تر اوسه تر ډېرو ځوانو ښځینه اداکارانو ښایسته او جذابه ښکاري. د هندي رسنیو په حواله چې د هالیووډ سینما د ستورو په ژوند هر اړخیزې کتنې او پلټنې کوي، وایي چې کیف هره ورځ بېلا بېل سپورټونه کوي او په دې سره هم خپل وجود ښایسته او هم یې ځوان ساتي.

نوموړې د خپل وجود د ځواکمنتیا او جذابیت لپاره هره ورځ په ساعتونو ساعتونو سپورټ کوي تر څو وجود یې په سمه توګه تغذیه شي او دا تمرین له هغې سره د میتابولېزم په چټکتیا کې هم اغېزمن رول ادا کوي.

کټرینا د خپل ځانګړي انداز او اداکارۍ پر مټ توانېدلې ده ځان ته نړیوال مینوال پیدا کړي. کیف په ډېره کمه موده کې د ستر شهرت زانګو ته پورته شوه او د کروړونو وګړو په زړه کې یې ځانته ځای پیدا کړ. نوموړې په بریتانیا کې زږېدلې ده او په اصلیت کې هم هندۍ ده. د هالیووډ سینما ته له راتګ سره سم یې له همېشه مجرد(!) سلمان خان سره د مینې تار وغځاوه خو په نیمه لار کې سره بېل شول. سلمان خان تر اوسه پورې هم چې ۵۳ کلن دی، واده نه لري.

نوموړې هره ورځ د خپلې لارښودې استادې (یاسین کراچي والا) په شتون کې د پیلاټس په نوم سپورټ کوي. دغه ورزش د موازنې ساتنې او هستې برابرولو لپاره ګټور دی. تر څنګ یې نوموړې نڅا باندې هم د خپل سپورټ لړۍ غځوي. کمبټ او یوګا دوه نور هغه ورزشونه دي چې کټرینا یې زیات کوي.طبیبان یوګا د ملا درد د ختمولو لپاره هم ګټور تمرین بولي.

کټرینا په وله کې حساسه او وخت پېژندونکې اداکاره ده او تل له مهاوېش سره سم خپلې تولې چارې ترسره کوي. په ورته وخت کې د چارو د ترسره کولو پر مهال جدي او بې پروا دریځ هم لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More