The news is by your side.

هېواد کې د ١٠ منرالونو د کیندنې کار پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د یو میلیارد ډالري مرستې د کمولو وروسته د ۱۰ منرالونو د کیندنې کار پیلېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په نږدې راتلونکي کې د ښه عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د ۱۰ منرالونو د کیندنې د پلان خبر ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایت الله مومند وايي، د دې منرالونو د کیندنې بهیر لنډ مهالی دی او اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکومت کولای شي چې کورني عواید لوړ او پر بهرنیو مرستو تکیه راکمه کړي.

عنایت الله مومند وايي، چې په جوزجان ولايت کې یې د ګازو د اکتشاف پروسه په برياليتوب سره پای ته رسولې او د ګازو استخراج پیل شوی دی.‌

دغه وزارت وايي چې د نورو څاګانو کارونه هم ادامه لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي‌ چې د جوزجان ولایت په یتیم طاق ساحه کې یې د دوو څاګانو اکتشاف پیل کړی وو چې له دې ډله څخه اوس مهال له یوه څا څخه د ګازو استخراج پیل شوی دی.

افغانستان چې د طبیعي زېرمو پراخې سیاحې لري،‌ د امنيتي ګواښونو او په ځینو مواردو کې د خراب مدیریت او فساد له کبله تر اوسه پورې ډير کانونه پر خپل ځای پاتې دي.‌

د کانونو سرپرست وزیر عنایت الله مومند له ملي راډیو تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې په جوزجان ولایت کې د یادو څاګانو کیندنه کابو اته میاشتې وړاندې پیل شوې وه.

د دغه وزارت مسؤولینو په وینا تر څلوېښتو کلونو وروسته افغانستان په دې وتوانېد چې د ۱۵۰۰ متره ژورې څاه څخه ګاز استخراج کړي.

مومند وايي‌ چې د دې څاګانو ګاز به په مختلفو برخو کې استفاده شي او یوازې د ۳۲ نمبر څاه سره به د افغانستان دولت له کاله ۸ اعشاریه ۵ میلونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي‌ چې د دویمې څاه کارونه هم ادامه لري ‌او زیاتوي چې په دې توګه به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیمه توګه کاري فرصتونه هم برابر شي.

ښاغلی مومند وايي‌ چې د افغانستان زیاتره کانونه په نا امنه سیمو کې دي چې له کبله یې پانګوال په دغو سیمو کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.‌

د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر مومند له ملي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د کانونو وزارت د سولې په موجودیت کې په پنځو کلونو کې کولی شي چې خپل اړوند کانونه استخراج ته چمتو کړو.

اوسمهال د کانونو وزارت لومړیتوب دا دی چې داسې منرالونو ته لومړیتوب ورکړي چې د استخراج موده یې لنډه وي ترڅو دولت ته په نیږدې وخت کې عاید راوړي.

د کانونو وزارت په دې برخه کې لس منرالونه مشخص کړي او دا چې پر هغې باندې عملاً کار ادامه لري.

اقتصادي کارپوهان وايي، که چېرې د افغانستان کانونه په فني او قانوني بڼه استخراج شي، دغه هېواد له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا کېداى شي.

د دغو کارپوهانو په خبره د افغانستان طبيعي زېربناوې او کانونه ستر او په بې ساري ډول له لاسوهنې لرې پاتې دي.

د بېلابېلو نړيوالو سروې ګانو له مخې افغانستان له منرالونو ډک او د مسو، د ډبرو سکرو، اوسپنې، سرو زرو، نفت او ګازو او د يادو منابعو د نامعينو منرالونو او همدارنګه د ليټيم او ورته نورو پېژندل شوو کانونو درلودولو له مخې بډایه هېواد دى.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې له ټاکنو وروسته د سیاسي کړکېچ د دوام له کبله د یو میلیارد ډالره مرستې د کمولو او پر نورو مرستو د بیا غور ګواښ کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.