The news is by your side.

په ملي ‌بودیجه کې د فضلي ‌او محیب ونډه !

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان په ملي‌ بودیجه کې اوس په زغرده د اداره امور د ریس محمود فضلي او د امنیت شورا دریس حمدالله محب له قبضې پرده اوچته شوه.‌

د غوښو او تیلو قرار دادونه هغه څه دي‌ چې په ملي ‌بودیجه کې تر ډېره بریده د خلکو خولو ته لوېدلې موضوع ده؛ خو اوس دافغانستان د پارلمان د ریس ښاغلي ‌رحماني ‌له لوري‌ دا خبره جوته شوه چې د هیواد ملي ‌بودیجه د محمد اشرف غني‌ او د هغه د دوو مهمو نېژدې کسانو له لوري جوړه شوې او په مختلفو بهانو ځنډول شوې ده.

ارګ پلوي ‌تور لګوي چې ملي ‌بودیجه د تیلو د یوه قرار داد پر سر د پارلمان د مشر ښاغلي ‌رحماني ‌له لوري رد شوې ده؛ خو ښاغلی رحماني وايي چې دی په حکومت کې هیڅ ډول قرار داد نه لري او محمود فضلي او حمدالله محب هڅه کوي‌ چې دی بدنام او په ملي ‌بودیجه کې دوی خپله قبضه ټینګه وساتي.

پر محمود فضلي تورونه دي چې د حکومت په دوران کې پراخ مالي‌ فساد کړی او تر ډېره بریده یې د خپلو ځانګړو کسانو په مټ چې ده له بهر را غوښتي د افغانستان پیسې بهر ته انتقال کړې دي .‌

تېرکال دا خبرونه را برسېره شول چې د پانګونې د آسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب په دوبۍ کې له لس میلیون امریکایي ډالرو سره نیول شوی دی؛‌ رسنیو دا هم وویل چې ښاغلي نصیب دغه پیسې په کابل کې له شهزاده مارکیت څخه د انصاري صرافۍ په واسطه تر لاسه کړې وې او غوښتل یې دغه پیسې په غیري قانوني توګه له دوبۍ څخه سویډن ته انتقال کړي چې د دوبۍ پولیسو نیولی وو.‌ رسنۍ کاږي ‌چې وروسته د محمود فضلي په ځانګړې مداخله عطا نصیب را خوشي شو او د ښاغلي ‌فضلي ګروپ بیا د یوه بل کس په نوم د انرجي ‌یوه کمپنۍ راجستر کړه تر څو دا پیسې له دبۍ پولیسو نه سپیني ‌کړي.‌

که څه هم محمود فضلي‌ دا خبره ردکړه خو له رد سره هم مهاله پر نوموړي‌ نور تورونه هم ولګیدل.‌

دافغانستان د ولسمشر د ملي‌امنیت سلاکار حمد الله محب د ذاویه میډیا په نوم د یوې خبري ‌رسنۍ لپاره د ولسمشر نه درې نیم میلیونه ډالر اخیستي وو چې موضوع یې رسنیزه شوه.‌

همدا راز پر حمد الله محب تور دی چې د ملي‌ امنیت د سلاکاري پر مهال یې تر دېرش زره زیات ډالر د ارګ نه ایستلي ‌خو تر اوسه پوري یې حساب نه دی ورکړی.‌

د تدارکاتو په کمېسیون کې پراخ فساد او خبرې بهر ته راوتل ددې سبب شوي دي چې اوس پر ارګ باندي د ولس لويي برخې خپل باور له لاسه ورکړی دی.‌

په ملي بودیجه کې د اداره امور لپاره د (۱۸) قسمه غوښې او پراخې بودیجې له وجې په ارګ کې د محمود فضلي له فساده پرده اوچته شوه چې اوس تر ډېره بریده د ښاغلي ‌فضلي د فساد خبرې د هیواد تر هر لوی او واړه پوري رسېدلې دي.

اوس دافغانستان پارلمان مخامخ ولسمشر او د هغه دوه مهم غړي محمود فضلي او ډاکتر حمدالله محب په فساد تورن کړل. ښاغلي رحماني‌ په پارلمان کې ارګ وننګاوه چې دده او د وکیلانو له قرار دادونو پرده اوچته کړي خو ارګ لا تر اوسه د رحماني خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.‌

ښاغلی رحماني‌ وايي چې اشرف غني د نړۍ لمړنی ولسمشر دی چې د تدارکاتو د کمېسیون مشري یې هم پخپله اخیستې ده.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance