The news is by your side.

د کېلو له دې ۷ حيرانونکو‌ ګټو به نه وی خبر

خبريال وېبپاڼه/ کېله يو له هغه مېوو څخه ده چې پخپل ځان کې د بدن د څو سيستمونو لپاره ډېر ګټور مواد لري، د کېلو يوه معلومه اندازه په معلومو وختونو کې خوړل بیا د هغه تاثير لا په ځای کوي او ګټه یې زياتېږي.

د کېلو ګټې په شمېرلو نه خلاصېږي، د هاضمې د سيستم لپاره د کېلو ګټې حيرانونکې ده، په کېلو کې موجود فايبر د هاضمې د سيستم کار آسانه کوي او ساده کوي، په ځانګړي ډول د قبضیت مخه نيسي د هاضمې د سيستم د ناروغيو د رامنځته کېدو زمینه له منځه وړي او په ټوله کې د معدې او کولمو روغتيا ساتی.

پښتورګي چې زموږ د بدن حياتي غړي دی او هغه کار کوي چې لوی ماشينونه یې صرف محدوده برخه په څو ساعتونو کې کوي خو پښتورګي همدا کار په ډېره ارامۍ په داسې ډول چې موږ یې هېڅ حس کوو نه په څو دقیقو کې کوي، په کېلو کې موجود پرېمانه پوتاشیم د پښتورګو د ښه کار کولو سره مرسته کوی.

کېله په ځانګړي ډول د زړه د روغتيا لپاره ډېره ګټوره ده، هغه کسان چې د وینې د فشار ستونزه لري نو کولی شي په راحت ډول کېله وخوري، کېله په ځانګړي ډول د وینې د فشار په سمولو کې ډېره زياته مرسته کوي.

په کېلو کې موجود مواد تريپټوفان پروټين سېراتونين ته اړوي، سېراتونين د خوښۍ هورمون دی او يو انسان خوشحاله ساتي، نو تاسې کولي شی د سټرېس ددفع کولو لپاره هم کېله وخورئ.

د ښځينه و لپاره ډېره زياته ګټه لري، په ځانګړي ډول هغه وخت کې چې نجونې د مياشتينی عادت څخه کړېږي، په دې وخت نجونې سختې ضعيفې شوې وي او زياته وينه او اوسپنه یې له لاسه ورکړې وي، کېله په ځانګړي ډول ډېر زيات ويټامين بي شپږ لري چې په دې وخت نجونو ته ډېره زياته ګټه لري.

په کېله کې موجود مواد د شکر د ناروغانو لپاره هم ګټه لري، هغه کسان چې د شکر له ناروغۍ څخه کړېږي کولی شي له کېلو ګټه واخلي، په کېله کې موجود مواد د وینې شکر په یوه نورمال کچه کې ساتي‌.

کېله یو کس د ډېر وخت لپاره موړ ساتي، نو که تاسې پلان لری يا شرايط داسې وي چې يو څه وخت بايد څه ونه وخورئ کولی شئ چې کېله وخورئ، په ځانګړي ډول که غواړی وزن له لاسه ورکړی نو کېله مو د ډېر وخت لپاره موړ ساتي او کولی شئ ویې خورئ.

د جلد لپاره هم کېله ګټه لري، هغه کسان چې پوستکي يې داغونه لري البته دا نوي داغونه وي نو کولی شي د کېلې څخه په ګټه اخيستلو دا داغونه له منځه يوسي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.