The news is by your side.

پنتاګون طالبانو ته خپل اصلي پيغام ورکړ

خبريال وېبپاڼه/ د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزرات له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله خپل چوپتيا ختمه کړه.

د امريکا ددفاع وزارت ويلي چې طالبانو ددوی سره په کړل شویو وعدو او توافقنامې باندې عمل نه دی کړی، د امریکا ددفاع وزرات د طالبانو له لوري د جګړې زياتولو او د القاعده شبکې سره د اړیکو‌ نه پرېکولو ته ګوته نیولې ده او‌ ويلي يې چې طالبانو دا دوه مهم شرطونه په سم ډول نه دي عملي کړي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کيبري رسنیو ته وویل چې د نوي ولسمشر جوبایډن اداره د طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ له لوري لاسليک شوې توافقنامې ته ژمنه ده، خو طالبان دې توافقنامې ته نه دي ژمن.

جان وايي چې طالبانو په افغانستان کې په امريکايي ځواکونو خپلې حملې بندې‌ کړې دي خو په ټوله کې دوی د جګړې شدت نه‌ دی را کم کړی، ددې ترڅنګ طالبان اوس هم د القاعدې شبکې سره اړیکې لري او دا اړيکې یې په کامل ډول نه دي پرېکړې.

د امریکا ددفاع وزرات وياند زیاتوي چې که حالت داسې وي لکه اوس چې طالبان پخپلو وعدو عمل نکوي نو ټولو اړخونو ته به دا ګرانه وي چې پخپلو وعدو او هغه څه چې په توافقنامه کې لاسليک شوي دي عمل وکړي.

د پنتاګون وياند همداراز وايي چې په افغانستان کې د تېر کال څخه دوی د خپلو عسکرو شمېر ډېر کم کړی دی، دوی تېر کال په افغانستان کې د ۱۳ زرو په شاوخوا کې عسکر درلودل چې اوس دا شمېر ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی، د ياد وزرات وياند زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د موجود هر ډول تهديد د دفعه کولو لپاره همدا دوه نیم زره عسکر کافي دي.

د امريکا دفاع وزارت وياند په دې هکله چې ايا سږ کال به د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه را وباسي مستقيم څه ونه ويل خو دومره معلومات یې ورکړل چې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرو کې پرمختګ ډېر څه بدلولی شي.

د امریکا ددفاع وزرات په داسې وخت کې د طالبانو په وړاندې خپل دریځ سختوي چې په افغانستان کې په ريښتيا هم جګړې زور اخیستی دی، څنګه چې طالبانو وعده کړې وه مې دوی به د جګړې شدت راکموي دوی هغسې ونکړل او د جګړې شدت یې نور هم زیات کړ.

خو طالبانو بيا تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دوی د امريکا سره خپل توافق ته ژمن دی او هیله ده امریکا هم ژمنه اوسي، د امريکا حکومت هم دا مني چې طالبان د توافقنامې دې ټکي ته ژمن پاتې شوي چې په امريکايي ځواکونو به حمله نکوي خو په افغانستان کې د جګړې د شدت کمول او د القاعده سره د اړیکو پرې کول بيا هغه څه بولي چې طالبانو نه دي عملي کړي.

ښکاري داسې چې د امريکا نوی حکومت به تر هغه خپل عسکر په بشپړ ډول له افغانستان څخه ونه باسي ترڅو په دوحه کې طالبان د افغان حکومت سره یوه جوړجاړي ته نه وي رسېدلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.