The news is by your side.

بېل ګېټس نړيوالو ته ډېر وېروونکی خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه/ بېل ګېټس چې په دې وروستیو کې د ويروس تجار هم ورته ويل کېږي د نړيوالو سره بيا یوه خطرناکه وړاندوينه شريکه کړه.

بېل ګېټس په خپله يوه تازه مرکه کې د نړۍ لپاره د نورو وژونکو ويروسونو خبر ورکړ، ده په دې مرکه کې د ويروس اړوند ډېرې خبرې وکړې او ویې ویل چې نړۍ باید تر کورونا ويروس ډېرو زیاتو خطرناکو ويروسونو ته اماده شي.

ګېټس د کورونا ويروس ویرونکی وباله خو زياته يې کړه چې نوی راتلونکی ويروس به تر کورونا ويروس څو چنده زيات خطرناک وي.

بېل ګېټس پخپلو خبرو کې د ټکنالوژۍ پرمختګ ته په اشارې وویل چې کورونا ويروس څو کاله مخکې راغلی وی نو نړۍ به له دې څخه په ډېر ناوړه حالت کې وه، اوس د ټکنالوژۍ برکت دی چې په دومره کم وخت کې نړۍ وتوانېده چې واکسينونه جوړ کړي‌.

بېل ګېټس په داسې حال کې د نورو خطرناکو ويروسونو د راتګ خبر ورکوي چې له دې وړاندې يې د کورونا ويروس په هکله هم خبر ورکړی و، بېل ګېټس څو کاله وړاندې په خپله یوه وینا کې د ويروسونو په هکله ويلي و چې راتلونکې کې به ترټولو لوی خطر اتومي وسلې او توغندي نه وي، بلکې ترټولو لوی خطر به ويروسونه وي‌.

د ويروسونو په هکله د بېل ګېټس زيات فعاليت او څرګندونی ددې سبب شوې دي چې ځینې کسان په ده باندې ډول ډول شکونه وکړي، دا چې همدا اوس په نړۍ کې ګڼ شمېر داسې لابراتوارونه شتون لري چې ويروس جوړوي نو ځینې کسان بيا کورونا ويروس هم د همدې لابراتوار محصول بولي.

خو ددې تورونو په هکله بېل ګېټس تېره ورځ د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې دا ډول تورونه کلک ردوي او دا ډول خلک چې په ده باندې دا تور لګوي ښه خلک نه دي.

بېل ګېټس چې پخپله د سافټ وير په برخه کې پوهه لري او په دې برخه کې یې پانګونه کړې ده په دې وروستيو کې یې د واکسين جوړونکو شرکتونو ډېری حيصې اخيستې دي‌.

کورونا ويروس چې تراوسه هم په نړۍ کې نه دی کنټرول شوی او په ځينو هېوادونو کې اوس هم په چټکۍ کې خورېږي په لومړي ځل د چین په وهان ښارکې ولیدل شو او وروسته ېې نورې نړۍ ته سرایت وکړ‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.