The news is by your side.

د امريکا ددفاع وزارت پرېکړې ته د طالبانو فوري غبرګون

خبريال وېبپاڼه/ د طا لبانو وياند ذبيح الله مجاهد د امريکا ددفاع وزرات له لوري خپروو شويو وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د امريکا ددفاع وزارت هغه تور رد کړ چې ګواکي دوی د امريکا د متحده ايالاتو سره لاسليک شوې توافقنامه نه ده عملي کړې.

د طالبانو وياند ويلي دي چې دوی د امريکا د حکومت سره لاسليک شوې توافقنامه په کامل ډول عملي کړې ده او د امريکا له حکومت څخه هم هيله لري چې دا توافقنامه په پوره ډول عملي کړي.

د طالبانو وياند دا نه دي ويلي چې دوی څه ډول د امريکا سره خپله توافقنامه عملي کړې ده، ځکه طالبانو بدون له د يوې مادې څخه نورې مهمې مادې ښکاره نقض کړې دي.

په افغانستان کې د جګړې راکمول او په دې ډول د باور د فضا رامنځته کول او د سولې په خبرو کې د توافق لپاره اساني رامنځته کول ددې توافقنامې يو مهم اړخ و، خو طالبانو دغه مهم اړخ هېر کړی دی او په افغانستان کې یې جګړې ته زور ورکړی دی.

د طالبانو وياند پخپل بيان کې په دې باندې هم تاکيد کړی دی چې دوی د دوحې توافقنامه د افغانستان د مسلې يوازينۍ حل لار ګڼي او د پوره عملي کیدو غوښتونکي یې دي.

مجاهد پخپل بيان کې د امريکا متحده ايالتو ته هم ګوته نیولې او ويلي یې دي چې د امريکا حکومت هم بايد دا توافقنامه په سم ډول عملي کړي.

طالبان د امریکا ددفاع وزارت د ویاند څرګندونو ته په داسې حال کې غبرګون ښیی چې د یاد وزرات وياند طالبان د دوحې د توافقنامې په نه عملي کولو تورن کړی و.

د امریکا ددفاع وزرات وياند نن په یوه بيان کې وويل چې طالبانو ددوحې توافقنامه په هغه ډول چې ده‌ نه ده عملي کړې، د یاد وزرات وياند له دې ډلې په افغانستان کې د جګړې د شدت زياتېدل او د القاعده سره د طالبانو د‌اړیکو‌ دوام یاد کړی و.

د امريکا ددفاع وزارت وياند همداراز په افغانستان کې د خپل سرتېرو په هکله خبرې کړې وې او ویلي یې و چې په افغانستان کې ددوی پاتې دوه نيم زره عسکر د هر ډول تهديد په وړاندې بسنه کوي.

دا چې سږ کال به د امریکا حکومت د افغانستان څخه پاتې دوه نيم زره نور عسکر هم وباسي که نه د ددفاع وزرات ویاند د په بين الافغاني خبرو کې د پرمختګ سره وتړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.