The news is by your side.

ستانکزي مسکو کې د امریکا سره د توافق مهمه ماده اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د طالبانو يو هيئت د عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته تللی و دغلته یې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي او همدارنګه د نورو مقاماتو سره لیده کاته درلودل.

په ښکاره د طالبانو لخوا ددې سفر موخه دا ښودل شوې ده چې دوی د دوحې د توافقنامې د عملي کېدو او سولې په برخه کې د روسي چارواکو سره خبرې وکړې‌.

خو د یوه بهرنۍ رسنۍ سره د طالبانو د هيئت مشر عباس ستانکزي يوه نوې خبره هم وکړه، په داسې حال کې چې اوس په دوحه کې بين الافغاني خبرې ولاړ دي او طالبان د سیمې د هېوادونو په سفرونو بوخت دي ستانکزي د یوه نوي حکومت يادونه وکړه.

ستانکزي ددې رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې دوی د امريکا سره د یوه نوي اسلامي حکومت په جوړېدو توافق کړی دی، ده زياته کړه چې دوحه کې د بين الافغاني خبرو موخه هم همدا ده چې د اشرف غني حکومت ته د پای ټکی کېښودل شي او یو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي.

طالبانو د روسیې سره هم وخته ايران ته هم سفر درلود، ددې ډلې يوه ګروپ ايران پخپل سفر کې په دې هېواد کې د لوړ پوړو او مهمو چارواکو سره ليده کاته درلودل.

د ایران د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي د طالبانو سره تر ليدنې وروسته وويل چې طالبان اوس هم د امريکا سره د مبارزې نیت لري او ددوی په وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د افغانستان د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي بيا د ایران د حکومت ددې مقام په وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل چې طالبان د امريکا سره نه بلکې د افغانستان د خلکو سره جګړه کوي.

طالبان په داسې حال کې د سيمو د هیوادونو سره د خپلو اړيکو د قوي کولو هڅه کوي چې د امريکا متحده ايالاتو نن وويل چې د افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل په دوحه کې د بين الافغاني خبرو په وضعیت پورې تړاو لري.

د امريکا متحده ايالاتو متعبرو چارواکو همداراز ويلي دي چې که طالبان د جګړې شدت نه کموي، په بين الافغاني خبرو اساني نه رامنځته کوي نو دوی ته به هم ګرانه وي چې ددوحې توافقنامه عملي کړي.

شننوکي وايي د امریکا سره د جوړجاړي په ځای د طالبانو له لوري د سيمو د هېوادونو او قدرتونو سره د اړيکو د قوي کولو هڅه کېدی شي خطرناکې پايلې ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.