The news is by your side.

د قذافي اينګور سوریه کې حالات بدل کړل

خبريال وېبپاڼه/ په سوريه کې د موجودې ګډوډۍ سره سره دا ځل د قذافي اينګور نوې ګډوډي جوړه کړې ده، د قزافي اينګور د ۲۰۱۱ م کال راهیسې په سوریه کې ژوند کوي.

الينه سکاف د سوریې په پلازمېنه دمشق کې نن څو کسان په موټر وهلي دی او ددې سره سره د پوليسو له لوري نه ده نيول شوې، په پلازمینه کې دمشق کې خلک غوسه دي چې ولې پوليسو تراوسه پورې مېرمن الينه نه ده ګرفتاره کړې.

ددې خاوند حنيبال قذافي هم له دې سره یو ځای د ليبيا له ګډوډيو څخه سوریې ته پناه وړې وه، خو په ۲۰۱۵ م کال کې ددې خاوند کله چې لبنان ته تللی و ددې هېواد د حکومت له لوري ونيول شو.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې الينه سکاف خپل موټر په نا سم ځای کې درولی و او پوليسو ورته جریمه وليکله، د جریمې په ليدو سره الینه ناڅاپه غوسه شوه او ددې ساتونکو په پوليسو باندې حمله وکړه او اخ و ډب یې رامنځته کړ‌.

کله چې جنجال لوی شو نو پوليس مجبور سول چې د وضعيت د کنټرول لپاره نور ځواکونه را وغواړی، کله چې سیمې د حالت د کنټرول لپاره نور ځواکونه راغلل نو دا ځل پخپله الينه خپل موټر ته پورته شوه او په لوړ سرعت یې د پوليسو په لور حرکت وکړ او څلور کسه ې ټپیان کړل.

په ټپيانو کې يو هم عام کس دی چې د پوهنتون محصل و او د فارمسي يا درمل پوهنې پوهنځۍ یې لوسته.

وروسته له هغه چې په سيمه کې د حکومت يو لوړ پوړی چارواکی مداخله وکړه پوليسو سيمه پرېښوده او الينه هم د پېښې به ځايه ولاړه.

د سوریې خلک غوسه دي او په ټولنيزو رسنیو کې یې کمپاین شروع کړی دی چې الينه سکاف بايد ونيول شي.

غوسه ناک او پارېدلي سوریه یان وايی چې الينه ددوی نه هېواد کې یوه سياسي پناه غوښتونکې ده ددې په ځای چې ددوی احسان ومني دوی تر موټرو لاندې کوي او وژني يې.

د ښځې او خاوند دواړو دوسیه له جرمونو ډکه ده، دوی تر دې وړاندې په سويس کې هم يو کس په هوټل کې سخت وهلي، خاوند یې په لندن کې هم څه موده‌ بند تېر کړی و.

دوی دواړه د قذافي له وارثینو څخه دي خو اوس په ليبيا کې ددوی د شان هغه ورځې نه دي پاتې او هېواد ددوه کسانو له لوری کنټرول کېژي، د ليبيا یوه برخه ددې هېواد رسمي حکومت چې مشري سراج کوي او بله برخه ياغي جنرال حفتر کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.