دوه خولې يوه خبره
خبريال وېبپاڼه/ د طالبانو د سياسي هيئت یوه ډلګۍ پرون روسیې ته تللې وه او دغلته يې له ليدو کتو وروسته د رسنيو له استازو سره خبرې وکړې.
په رسنيو کې تر ډېره د طالبانو د پلاوي د مشر عباس ستانکزي خبرې مطرح شوې په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د استعفا په هکله د هغه څرکندونې په افغانستان کې په ټولنيزو رسنيو ترېنډ شوې.
عباس ستانکزي په ښکاره وويل چې د سولې په وړاندې ترټولو لوی خنډ اشرف غني دی، که اشرف غني استعفا ورکړي نو دوی ته تیار دي چې له جګړې لاس واخلي.
د عباس ستانکزي له لوري ددې څرګندونو څو ساعته وروسته د ارګ غبرګون هم راغی، د ارګ وياند دواخان مينه پال وويل چې د افغانستان ولسمشر به خپله قانوني دوره کومه چې قانون ورته ټاکلې پوره کوي او له هغه وروسته به واک د ملت له لوري ټاکل شوي نوي ولسمشر ته پرېږدي.
په عامه ژبه طالبانو وويل چې حکومت او قدرت غواړي او اشرف غني وویل چې نه يره حکومت به پینځه کاله حتمي پوره کوي او دی تيار نه دی چې دا چوکۍ پرېږدي.
که د دواړو ډلو دې څرکندونو ته وګورو نه واضح ښکاري چې دواړه يو شی غواړي او هغه شی قدرت دی.
ولسمشر غني پخپله د يوې قانوني پروسې محصول نه دی، د افغانستان خلکو ټاکنې بایکاټ کړې او اشرف غني د سوو ميليونو ډالرو د مصرف سره په فساد باندې صرف د څو لکه کسانو رایې ترلاسه کړی شوې.
له دې پرته ولسمشر غني د حکومت جوړښت هم په یوه معامله وکړ، همدا اوس حکومت وېشل شوی دی، همدا اوس که ولسمشر غني د حکومت عوايد ونه وېشي نو بيا د تېرو کلونو پېښې تکرار کېږي.
ولسمشر غني د حکومتوالۍ په هېڅ برخه کې د قانون هېڅ پروا نلري، دی چې څه وايی قانون دی، هغه وزير چې ولسي جرګې رد کړی خپل کار کوي، ولسمشر غني په دې هېڅ غرض نلري او ان خان خېله یې وايی چې که ولسي جرګه ددوی وزير رد يا تاييد کړي پروا نکوي په هر صورت به ددوی وزیران کار کوی، د بلې خوا ولسمشر دوه میاشتې مخکې د ولسي جرګې يو وزیر فورا د دندې لرې کوي.
ولسمشر غني ته قانون هغه وخت ور په ياد شي چې کله دده د قربانۍ او د سولې وخت راشي د سولې خبرې مطرح شي.
د بل اړخه بيا طالبان دي، هغوی ته هم افغانستان تر هغه پورې دار الحرب دی ترڅو چې دوی پکې واک ته نه وي رسېدلي، که دوی ته چا چوکۍ ورکړه بيا جهاد نه دی روا، بيا افغانستان اسلامي هېواد دی او هرڅه سم دي.
خو که چېرته دوی د حکومت په سر کې نه وي، بيا که هرڅومره دين دار او صادق سړی هم د حکومت په سر کې وي بيا نو ددوی لپاره هغه سور کافر دی.
دا دواړه خولې يوه خبره کوي او هغه د قدرت او چوکۍ غوښتنه ده، خو ددوی دواړو د چوکۍ هوس نور افغانان د ژوند سره تنګ کړي دی ځان سمندر ته اچوي هیواد پریږدي د ايراني او پنجابي څپېړه مني او هیواد پریږدي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.