The news is by your side.

عباس ستانکزی، پاکستان مخالفت او د پاکستان خبرې!

خبریال وېبپاڼهد طالبانو د قطر د دفتر مرستیال عباس ستانکزی په خبر جوړونکې خبرې وکړې.‌ د نوموړيله خبرو داسيښکارېده چې دا خبرې د ده نه بلکه دبل خبرې دي خو دده په خوله یې کول غواړي.

ښاغلی ستانکزی د ګڼو طالبانو په ځانګړي‌ ډول د ملا برادر برخلاف ښه سیاسي مبلغ او خبره په دلیل او منطق کولای شي.‌

عباس ستانکزی لکه څنګه چې له خبرو ښکاري دینيعالم نه دی او د طالبانو په لیکو کې په تصادفي ډول ورننوتی لوستې دیموکراته څېره ده؛ خو د ده خبرې د نورو ټولو طالبانو د اصل خلاف ځکه وي‌ چې دی شعوري طالبان داسي وهل غواړي‌ چې نړۍ ته د همدغې ډلې اصليڅېره ورپېژني. 

عباس ستانکزی او پاکستان!

عباس ستانکزی یو د طالبانو له هغه څېرو څخه دی چې ظاهرآ د پاکستان نه دی خوښ او پاکستان ته سفر هم نه کوي؛ نوموړی د طالب مشرانو په منځ کې د پاکستان په مخالفه څېره مشهور دی؛ خو تېره ورځ په ماسکو کې د موقت حکومت غوښتنه کول دا ثابتوي‌ چې ښايي ښاغلی ستانکزی ظاهرآ د پاکستان په مخالفت په هم دغو طالبانو کې تر نورو ډېر پآکستان ته نېژدې او د هغوی د خبرو وسیله وي.‌

د قطر د دفتر دا سیاسي مرستیال داسي‌ خبرې وکړې چې قطري طالبان ځان ترې ناخبره ښيي؛ د قطري طالبانو ځینيمشرانو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې په ماسکو کې د عباس ستانکزي له خولې شوې خبرې د طالبانو خبرې نه دي؛ نو له دې نه ښکاري‌ چې دا خبري د پاکستان خبرې دي چې عباس ستانکزیپه یوه پوښليانداز کې له رسنیو سره شریکي کړې.‌

ماسکو ته د عباس ستانکزی سفر!

عباس ستانکزی وروسته له هغه د ماسکو پر لور روان شو چې ملا برادر د یو بل پلاويسره ایران ته تازه سفر درلود؛‌ دواړه سفرونه له یو بل سره تړلي او په دې موخه شوي‌ چې امریکا ته دا ور وفهموي چې که دوی د سولي له تړون نه پر شا کېږي نو طالبان هم د امریکا مخالفینو ( روسیې او ایران) ته ځانونه نېژدې کوي. هم دا پالیسي همېشه د امریکا په وړاندي‌ پاکستان غوره کړې ده او چې کله هم امریکا پر پاکستان باندي‌د مرستو یا پورونو د ورکولو دروازه بنده کړې پاکستان د چین او روسیې دروازې ورټکولې دي.‌ دا ځل د پاکستان په مشوره طالبانو هم هم دغه حرکت پیل کړ.‌

عباس ستانکزی چې په دې وروستیو کې له رسنیز ډګره پټ پاتې وو یو ځل بیا وتوانېدو چې په رسنیو کې عنوانونه جوړ کړي؛ خو د تېر په څېر به د نوموړي‌ دا وروستۍ خبرې هم ده ته هغومره زیان وراړويلکه په تېرو کې چې دافغانستان د ملي پوځ د ړنګولو خبرې ورواړاوه.

هغه مهال داسيخبرې را برسېره شوې چې ښاغليستانکزي‌ د همدغو خبرو پر سر د مليامنیت له مشر معصوم ستانکزي نه یو میلیون ډالر تر لاسه کړي‌ وو چې د طالبانو خلاف د ولس غبرګون را وپاروي؛ خو د وروستیو څرګندونو لاسته راوړنه به یې وروسته بربنډه شي.

عباس ستانکزی ته د روسیې د خبرو زیان!

روسیه کې د عباس ستانکزی له لوري شوې خبرې که څه هم دده خبرې نه وې او تر ډېره برده یې داځل د پاکستان خبرې کولې؛ خو ښايي ستانکزي ته د هم دغو خبرو وروسته پاکستان دا امتیاز ورکړي چې د ملا برادر له لوري به د ښاغليستانکزي‌ د قطر امکانات «د کور کرایه او شل زره قطري ریاله» بېرته ور حواله کړي؛ خو ښاغلی ستانکزی چې په طالبانو کې محبوبیت نه لري په ولس کې به هم خپل څه ناڅه محبوبیت له لاسه ورکړي.‌

که څه هم ایران ته د ملابرادر سفر او روسیې د عباس ستانکزی تګ دواړه پر امریکا د فشار اچولو په هدف د پاکستان په خوښه د طالبانو سیاسي دفتر وکړل؛ خو دا ځل هم د طالب مشرانو دا تېروتنه د پاکستان په ګټه تمامیږي او د طالبانو پر سر به پاکستان یو ځل بیا له امریکا نه امتیاز اخلي‌ او هڅه به کوي چې د امریکا نوی حکومت په دې قانع کړي چې طالبان ددوی په ولکه کې دي او که وغواړي‌ د روسیې او ایران څخه یې مخ نیوی کولای شي.

خبریال وېبپاڼه  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.