The news is by your side.

د چين د وهان د اوسېدونکو څخه نړيوالو ته جالب پیغام

خبريال وېبپاڼه/ څه موده وړاندې د چين په وهان ښار کې جشن نيول شوی و او په دې ښار کې ډانس کلبونه او هوټلونه بیرته پرانیستل شوي و، دا مسله نړيوالو رسنيو ښه په درز خپره کړه او دې خبرې ته یې تمرکز زیات کړ چې په وهان کې اوس خلک پارټۍ کوي حال دا چې نړۍ په بد حال ده.

نړيوالو رسنيو او د رسنیو تعقيب کونکو ځکه دا خبر يو څه رنګین وړاندې کړ چې د چین له همدې ښار څخه په لومړي ځل د کورونا ويروس را پیدا شو او بيا ټولې نړۍ ته خور شو.

په داسې حال کې چې اوس ټوله نړۍ کې کارونه درېدلي دی، خلک په کورونو کې بند دي، کاروبار نشته، اقتصادي ستونزې اوج ته رسېدلي دي نو خامخا خلکو د وهان د خلکو له لوري په پارټۍ نيوکې کوي او یې کړې.

ځکه په همدې باور دی چې دا ويروس د وهان څخه راغی، نه يوازې چې خلک دا وايی چې ویروس له وهان څخه راغی بلکې خلک دا‌ فکر هم کوي چې ويروس د چین د هېواد د بې پروایی له کبله نړۍ ته خپور شو.

ځکه د چين حکومت هغه ډاکټران ونيول او مجازات یې کړل چې د کورونا ويروس لومړی نښې يې ليدلې وې، خلک چين ملامتوي چې د نړيوالو سره یې ددې ويروس د حقيقت په هکله معلومات په وخت شريک نه کړل.

خو په وهان او چین کې اوس ارامه ارامي ده، نه کرنټین شتون لري او نه هم نور محدوديتونه بلکې خلک په ارام ډول خپل ژوند په مخ وړي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د هېوادونو اقتصادونه منفي خواته روان دي او يا هېڅ وده نه کوي د چين اقتصاد مخ په وده روان دی.

خو اوس تازه د نيوکو په وړاندې د وهان ځینې خلکو غبرګون ښودلی دی، دغلته خلک عجيب فکر کوي، په رسنیو کې د راپورونو په غبرګون کې يو کس چې په وهان کې ژوند کوي رسنیو ته وویل چې دا ويروس په وهان کې نه دی پیدا شوی، بلکې په ټول چین کې دا ويروس په لومړي ځل نه دی پیدا شوی دا ويروس په اصل کې په بل هېواد کې پيدا شوی دی او له هغه ځايه چين ته راغلی دی‌.

وهان کې يو بل کس هم همدا فکر لري، دی هم وايي چې چين قرباني شوی دی په چين کې دا ويروس نه دی پیدا شوی.

غربي رسنیو د یو بل وهاني جالب غبرګون هم خپور کړی دی، دغلته یو بل کس بيا وايي چې دوی اوس څه وکړي، ټوله ورځ او ټول عمر خو ژړلی نشي، دي همدارنګه وايی چې نړۍ‌ څه وايي او څه ډول فکر کوي نه پوهېږي خو دوی په وهان کې بوخت دي چې ژوند نور هم ښکلی کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان يو هيئت اوس هم په چين کې دی او په دې هکله تحقیقات کوي چې په دې هېواد کې د کورونا ويروس لومړۍ سرچینه پیدا کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.