The news is by your side.

ارغواني رنګ او لرغونتوب يې

خبریال وېبپاڼه – تا سو به تر دې وړاندې ارغواني رنګونه په پخوانیو لوښو لکه خټین او داسې نور لیدلي وي خو دا ځل پر یوه اوبدل سوې ټوټه ارغواني رنګ موندل سوی چې اسرائیلي لرغونپان يې ډیر ښه او ارزښتمن کار بولي

اسرائیلي لرغون پوهانو د ارغواني رنګ یوه ټوټه چې د داود ع سلام له زمانو سره تړاو لري کشف او ترلاسه کړې ده ویل سوي چې دا ارغواني رنګ د یو لړ کیندونو له مخې ترلاسه سوی

په هغه زمانو کې دا رنګ بادشانو کاراوه او قیمت يې تر سروزو زیات وو، او داسې ویل کیږي چې دا لومړی ځل دی چې د یوه تاریخي رنګ اوبدل سوې ټوټه موندل کیږي

د اسرائیلي لرغونپوهانو ډلې یوې غړې ډاکټرې نعمة سوکینک ویلي چې دا یو ښه او ارزښتمن کشف دی چې ترسره کیږي، د رنګ دا ټوټه سویلي قدس په ۲۲۰ کیلومتري د تمناع په سیمه کې د کیندنو پر مهال تر لاسه سوې، د لرغونپوهانو د ډلې غړې ویلي پخوانیو زمانو کې راغواني رنګه جامې اشرافو، باچاهانو کاهنانو پوري اړوندې وې او هغوی به اغوستې ځکه نو د دې ځانګړي رنګ قیمت تر سرو زرو هم لوړ وو.

د تل ابیب پوهنتون د لرغونو اثارو برخې مسؤل ایریزبن یوسف ویلي چې د دې رنګ په موندلو سره زموږ فکر ور واوښت خو په دې نه پوهیږو چې دا به په لرغوني زمانې پوري تړاو ولري یاهم نه، ویل کیږي چې د دې ارغواني رنګ ټوټې تاریخي قدامت شاوخوا زرکلونو ته رسیږي چې د یو لړ کیندنو په ترسره کولو سره تر لاسه سوې ده.

د دې رنګ په هکله ویل سوي چې د داود ع سلام په وختونو کې کاریده او  قیمت یې تر سروزرو هم زیات وو، او هغه وخت کې به کاهنانو، اشرافو او باچاهانو اغوستې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.