The news is by your side.

د ایران د فاطمینو لښکر په افغانستان کې !

خبریال وېبپاڼهله بده مرغه افغانستان اوس په یوه داسي‌ هیواد اوښتی چې د ایران د فاطمینو لښکر په افغانستان کې پراخ پرمختګ کړی او اوس حکومت څه چې نظام هم ګواښي.

دایران د فاطمینو سره د اړیکو تور د افغان حکومت پر اوسي مرستیال سرور دانش او د ولسمشر پر سلاکار کریم خلیلي هم پوريشوی دی.

دا دواړه هغه څېرې دي‌ چې تر نورو افغان سیاست والو زیات ایران ته نېژدې دي‌.

د فاطمینو لښکر په افغانستان کې تر طالب وسله والو زیات خطرناک بلل کېږياو علت یې دادی چې هم دا ډله د کابل نه حمایه کېږي‌ او تر ډېره بریده یې دارو مدار پر لوړ پوړو افغان چارواکو دی.

د فاطمینو لښکر وسله والې ملېشې!

د فاطمینو لښکر د وسله والو ملېشو شمېر که څه هم دقیقآ افغان حکومت او استخباراتو ته هم نه دی معلوم؛ خو د هغوی له ننګونو داسيبرېښي چې ښايي زرګونه وسله وال کسان ولري؛ ځکه دوی اوس دافغانستان نظام ننګوي‌ او د افغان پولیسو او پوځ په وړاندي‌ مورچلينیسي. ‌

په افغانستان کې د ایران د ګټو پالونکې دا ډله تر ډېره بریده په مرکزيافغانستان او د ایران سره پر پوله شتون لري؛ خو وسله وال فعالیت د ایران سره پر پوله نه بلکه په مرکزي‌ افغانستان کې کوي. ایران ته نېژدې یوځل د فاطمینو لښکر د یوه پوځي قوماندان عبدالغني‌ علي‌ پور له لوري‌ په غور ولایت کې پیل شو خو وروسته دا فعالیت ځکه وځنډول شو چې مخامخ یې ایران ته ګوته نیول کېده.‌

د فاطمینو لښکر او عبدالغني‌ علي پور!

عبدالغني‌ علي پور د وردګو ولایت د بهسودو ولسوالياوسېدونکی دی چې په اروزګان ولایت کې د شجاعي‌ هزاره قوماندان له ملېشو په الحام اخیستلو یې په سیمه کې لمړی د (۵۰) کسانو په را غونډولو یوه ډله را پیل کړه؛ نوموړی د کریم خلیلي او سرور دانش ملاتړ له ځان سره لري او په ۲۰۱۸ کال کې چې د حکومت له لوري‌ ونیول شو د افغان حکومت د اوسنيدوهم مرستیال سرور دانش په شخصي‌ ضمانت را خوشي‌ شو.‌

په شمشیر مشهور علي‌ پور بامیانو ته د ایراني‌ استخباراتو د سفر پر مهال د هغه ممهال د بامیانو والي‌ چې اوس د اطلاعاتو او کلتور وزیر دی په مرسته د فاطمینو لښکر غړی شو او ایران پراخ امکانات ورته ورکړل.

اوس داسي‌ راپورونه دي‌ چې علي‌ پور (۱۳۰۰)‌ وسله وال کسان لري‌ او په سیمه کې تر ډېره بریده ددوی د بریدونو او کړنو ښکار بېګناه پښتانه وي.‌

عليپور څه موده په غور ولایت کې هم فعالیت کړی دی؛ خو هغه فعالیته په دې موخه بلل کېږي‌ چې نوموړي‌ له ایران نه خپلې ډلې ته امکانات برابره ول.‌

د فاطمینو لښکر او افغان طالبان!

لکه څنه چې د نورينړۍ استخباراتي‌ ډلو په طالبانو کې خپل نفوس پراخ کړی هم دا ډول تر پآکستان را وروسته ایران دی چې تر ډېره بریده یې طالبان په خپله ولکه کې اخیستي دي.

طالبان د ایران سره داسيتړون لري‌ چې په افغانستان کې به د فاطمینو لښکر په ځواکونو بریدونه نه کوي‌. دا علت دی چې په اروزګان کې هزاره توکمه شجاعي‌ او په میدان وردګو کې عبدالغني‌ علي‌ پور او طالبان کله هم له یوبل سره نه دي‌ مخامخ شوي‌.

طالبان چې په افغانستان کې د ۷۵ سلنه ځمکې د کنټرول دعوه لري‌ د دوی تر ولکې لانديسیمو کې د فاطمینو لښکر شجاعي او علي پور نېژدې هره ورځ وژنې کوي‌ خو کله هم ددغو وژنو خلاف نه طالبانو وسله را اوچته کړه او نه هم ددوی په خلاف طالب ویندویانو څه وویل.‌

طالبان او د فاطمینو لښکر له یو بل سره نېژدې خو پټ اړیکي‌ ساتي‌ او هڅه یې داده چې دواړه دیوبل سره په هماهنګي دافغان حکومت او اوسني‌ ولسواک نظام خلاف وجنګیږي.‌

د فاطمینو لښکر ته د حکومت اخطار!

دا لمړی ځل نه دی چې په اروزګان کې قوماندان شجاعي او په وردګو کې قوماندان عبدالغني علي پور چې په شجاعي مشهور دی حکومت اخطار ورکوي؛ بلکه داسي‌ ګوت څنډنې دغو قوماندانانو او د فاطمینو لښکر ته بیا بیا افغان حکومت کړې دي.‌

اوس تازه دافغانستان حکومت د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا علي‌پور مشهور په شمشیر یاغي او باغي اعلان کړ؛ خو دا اعلان د فاطمینو لښکر دې قوماندان ته لا نور شهرت ورکوي او د هغه د کړنو لمن لا نوره پراخیږي؛ په هم دې اعلان سره به علي‌ پور له ایران نه لا نور امکانات واخلي‌ او ځان به لا نور تکړه او پیاوړی کړي.‌

حکومت ته په کار دي‌ چې تر اعلاناتو وړانديلمړی د علي‌ پور نه په مرکزي حکومت کې د هغه د حمایت رېښې ورغوځي کړي‌ او بیا یې بې اعلانه په خلاف داسيعملیات وکړي‌ چې علي‌ پور ژوندی ترې بچ نشي او د فاطمیون لښکر نورو قوماندانانو ته به هم د عبرت سبب شي.‌

لیکوال: سید نصیب الله        

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.