The news is by your side.

د موقت حکومت په تړاو په طالبانو کې اختلاف!

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د روانې جګړې حل لاره تل خبرې او مفاهمه ښودل شوې ده، کلونه کیږي افغانستان او افغانان د جګړې په اور کې سوځېږي او ددې اور د خاموش کولو لپاره تراوسه د افغانانو هڅو کومه د پام وړ پايله نه ده ورکړې.

د دوه لسیزو جګړې وروسته د جګړې اصلي لوبغاړي امریکا پرېکړه وکړه چې د خبرو له لارې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي او خپلې ګټې په سوله کې تامين کړي، لږ تر لږه په ښکاره امريکا همدا وکړل او داسې ښکاره کوي چې ددې خبرو د پيل څخه ددوی موخه د افغانستان روانې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي.

جګړه کې د ښکېلو اړخونو غوښتنې!

د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د طالبانو سره د خبرو د پیل وروسته نور اړخونه هم دې ته ليوال او يا هم مجبور شول چې دا لاره تعقيب کړي او د طالبانو سره د خبرو له لارې موجودې ستونزې حل کړي، ښکاره خبره ده چې د امريکا په شمول به په روانو خبرو کې هر طرف خپلې غوښتنې مطرح کوي او هڅه به کوي چې په مقابل لوري خپلې غوښتنې ومني.

د حکومت لوری په دې هڅه کې دی چې اشرف غني په قدرت کې وساتي او طالبان اوربند ته راضي کړي، د حکومت د ټيم او يا د حکومت د مشر او لوړ پوړو چارواکو له دریځ څخه ښکاري چې د ولسمشرۍ چوکۍ ددوی سره کرښه ده، طالبانو بيا خپلې غوښتنې تل په یو پوښ کې مطرح کړې دي، مثال طالبان وايي دوی نوی اسلامي حکومت غواړي او د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل، دا د طالبانو سرې کرښې دي، امریکا خو خپلې غوښتنې د طالبانو سره شريکې کړې او دواړو سره توافق وکړ او ددوحې توافقنامه یې لاسليک کړه.

د طالبانو حقيقي غوښتنه!

په دوحه کې د روانو خبرو بحث همدا دی چې څه ډول دواړه لوري د حکومت په جوړښت سره جوړ شي، موجود حکومت هڅه کوي خپل لوړ مقام کې ناست اشرف غني وساتي او طالبان د همدې حکومت په یوه برخه هغه که لويه وي او يا وړه راضي کړي، خو طالبان بيا نه په لويه برخه کې دي نه په وړه کې، هغوی د موجود حکومت او ټيم سره هېڅ ډول ګډ کار نه غواړي.

طالبانو که هرڅومره دا خبره بار بار کړې وي چې دوی اسلامي نظام يا اسلامي حکومت غواړي خو ددې ډول حکومت څخه ددوی مطلب داسې يو حکومت دی چې مشري یې ددوی په لاس کې وي، یانې که ددنيا ترټولو غوره عالم او عادل کسان هم راشي او په افغانستان کې حکومت پيل کړي طالبان یې نه مني، طالبانو ته هغه حکومت اسلامي ښکاري چې مشران يې دوی وي، ځکه دوی ته ترټولو ښه مسلمانان همدا خپله ډله ښکاري.

د موقت حکومت تاييد!

پرون ددې ډلې يوه سر زوري غړي عباس ستانکزي په مسکو کې خبري کنفرانس ورکړ، خبريالانو ته په خبرو کې ستانکزي وويل چې د سولې لپاره دوی د اشرف غني استعفا غواړي، که اشرف غني استعفا ورکړي نو دوی تيار دي چې سوله وکړي، که څه هم طالبانو تر ننه په ښکاره د موقت حکومت غوښتنه رد کړې وه خو دا ځل ستانکزي دا غوښتنه ښکاره کړه، د ستانکزي خبرې د موقت حکومت تاييد و.

د ستانکزي دې خبرې ښکاره کړه چې دوی که په ښکاره يو څه رد هم کړي خو د پردې تر شاه يې غواړي، کېدی شي طالبانو په دې هم د امريکا سره توافق کړی وي چې د سفارت د ساتونکو تر نوم لاندې دې ځینې پوځیان پاتې شي، اوس خو طالبان دا خبره هم ردوي خو کېدی شي یوه ورځ یې همداسې ددې څخه هم پرده پورته کړي، د طالبانو له دې خبرو دا قناعت حاصل کېدی شي چې ددوی په ظاهري خبرو او پرېکړو ډېر حساب هم نه دی پکار‌.

طالبانو کې د موقت حکومت اختلاف!

د طالبانو له لوري پخوا د موقت حکومت خبره رد شوې وه، په رسمي ډول ددې ډلې ویاند هم د موقت حکومت غوښتنه نه ده تاييد کړې، خو په مسکو کې د عباس ستانکزي خبرو دا شکونه نور هم غښتلي کړل چې ګواکي دا ډله پخپلو کې اختلاف لري او دا اختلاف په ځانګړي ډول د موقت حکومت په مسله کې زیات دی‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.