يوې پېغلې ولې خپل ځان ۳۰ ځله عمليات کړ؟
خبريال وېبپاڼه – مينه زوروره ده، خبره د پښتنو يوه پخه خبره ده، له دې مطلب دادئ چې مينه په سړي ډېر وخت هغه کارونه کوي چې بل هیڅ څه ورباندې نشوی کولی، انسانان ځينې وخت د نورو انسانانو لپاره د هغوی د خوشحالۍ، د هغوی د رضایت او يا د هغوی په نظر کې د ښه ښکارېدو لپاره داسې کارونه ترسره کوي چې کېدی شي د ځان په زيان يې هم وي.
په جنوب شرقي اسيا کې ډېری کسان د يوې خوا ددې منیوال دي چې ځانونه د غربيانو غوندې ښکاره کړي، تېز قهويي ویښتان، شنې سترګې سپین پوست، په دې هکله ترډېره بريالي نه دي، ځکه د جنوب شرقي اسيا خلک په فزیکي ډول چينايي نسل ته زيات ورته والی لري او د اروپايي او امريکايي خلکو د بدن او مخ يا قوارې سره د ورته والي چانس یې ډېر کم دی.
په هانکانګ کې يوه پېښه اوس يو ځل بيا د پورته مقدمې تصدیق کوي، خو په دومره توپير کې دا ځل په دې پېښه کې يوه نجلۍ د ځان او بدن بدلون د امريکايي سټايل لپاره نه دی غوښتی بلکې دا ځل یې مسله مينه ده، په دغه هېواد کې يوې ځوانې نجلۍ چې ټول عمر یې ۲۲ کاله دی پوره ۳۰ ځلې د ښکلا عمليات ترسره کړی دی، دا عملياتونه دې صرف د ښکلا لپاره ترسره کړي او هېڅ ډول روغتايي ستونزه یې نه درلوده.
دې پېغلې نجلۍ پوره ۳۰ ځله ځکه ځان د چړې لاندې اېښی دی ترڅو یې د ملګري خوښه شي، ويل کېږی ددې ملګري غربي ډوله نجونې خوښېدې نو دې نجلۍ هم د ځان څخه د يوې ښکلې غربي نجلۍ د جوړولو لپاره د ښکلا عملياتونو ته مخ کړې ده او په دې لړ کې يې پوره ۳۰ ځله د ښکلا عمليات ترسره کړی دی.
ددې نجلۍ نوم بېري نګ دی، دې د خپل بدن عمليات کول تازه نه دي پيل کړي، بلکې دې په ۱۷ کلنۍ کې د ښکلا لومړی عملیات ترسره کړی دی، د ۱۷ کلنۍ وروسته چې دا اوس ۲۲ کلنۍ ته رسېدلې ده پوره ۳۰ ځله يې عمليات ترسره کړی دی، ویل کېږی چې ددې ملګری په پرلپسې ډول له دې څخه ناخوښ و او دې هڅه کوله چې ځان خپل ملګړي ته يوه خاصه نجلۍ معرفي کړي، له همدې کبله دې په پرلپسې ډول ځان عمليات کړی ترڅو خپل ملګري ته یوه خاصه او بې جوړې نجلۍ ښکاره شي.
اغلې بېری باندې په ټولنيزو رسنيو کې غوسې زیاتې دي، ډېری خلک ورته غوسه دي او نيوکه ورباندي کوي چې د یوه نارينه د خوښې لپاره ځان عمليات کول هېڅ سالمه او روغه پرېکړه نه ده، په نیوکه کوونکو کې مېرمنې ډېرې دي او دوی په ځانګړي ډول دا یو غیرې انساني کار بللی دی، ځينې نیوکه کونکو ويلي دي چې دا سمه خبره ده چې هرڅوک پوه شه خپل بدن يې، که د مېرمن بېري زړه وای نو پخپله یې دې د ځان لپاره عملیات کړي وی خو د يو بل انسان لپاره عمليات کول هغه هم يو ځل نه کوم ۳۰ ځله سم کار نه دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.