The news is by your side.

یخې که ګرمې اوبه څېښل ګټه لري؟

خبریال وېبپاڼه –  چې د ژوند یوه حیاتي ماده بلل کېږي او پرته له اوبو کولو څخه ژوند کول خورا ناممکن دي او دا امکان نه لري چې پرته له اوبو څخه دې ژوند وشي خو پوښتنه دا ده چې کوم ډول اوبه باید زیاتې وڅښو او ور څخه ګټه یا استفاده وکړو؟ ستاسو د دې او ورته نورو پوښتونو ځواب دلته شته دی نو لیکنه تر پایه پورې ولولئ ترڅو وکولی شئ د پوښتنو ځواب مو ومومئ.

د څیړونکو پر وېنا چې د یخو اوبو څښل په هېڅ صورت ښه نه دي. ماهرین په دې اند دي، چې د یخو اوبو پر ځای ګرمې اوبه ښیې او ګټورې دي. د تودو اوبو نورمال اوبه د بدن د روغتیا لپاره بې سارې او خورا جالبې ګټې لري.

نورمال ګرمې اوبه کومې ګټې لري؟

د معلوماتو له مخې چې په منظم ډول ګرمې اوبه د ستونې او تنفسې الې لار پاکوي. کارپوهان وایي، کله چې مونږ او تاسې ساده ګرمې اوبه څښو نو دا زمونږ ستونې او تنفسې الې ته ننوځې چې زمونږ د بدن په دننه کې یو شمېر رګونه پاکوي او د ستونې پړسوب له منځه وړې.

د تودو اوبو یو ګیلاس څښل مو له قبض څخه ژغوري. له دې سربېره د میټابولیزم کچه په بدن کې کنټرلوي او تنظیموي یې چې پر بنسټ یې زمونږ بدن کې زړې حجرې له منځه ځې او نوي حجرې رامینځته کېږي.

همدغه راز ګرمې اوبه د ارامښت لامل کېږي او کولی شي چې زمونږ او ستاسې مغز ارامه کړې. د عصبو درد اراموي او یا یې هم په ارامولو کې په کافي توګه رول لوبوي. زمونږ موخه دا نده چې تاسې باید جوش شوې اوبه وڅښئ موخه مو دا ده چې د دې پر ځای یخې اوبه وڅښئ او نو لږ ځان فازب کړئ او اوبه ګرمې کړئ کله چې په کافي ډول یخې شوې نو بیا یې نوش جان کړئ او ویې څښئ.

چې دا چاره به له تاسو سره په سالم ژوند او ښیې روغتیا کې کلیدي ونډه ولري، ګرمې اوبه میکروب هم نه لري او د یخو اوبو په پرتله پکې شامل میکروب له منځه ځې. نو له همدې کبله هڅه وکړئ چې له ګرمو اوبو څخه استفاده وکړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance