د کپل شرما د پروګرام د تړلو راز!

خبریال وېبپاڼه – هندوستان چې د فلمونو او کامیډې برنامو په جوړولو کې یو مخکښ هېواد دی او په دې برخه کې یې هر یو هنرمند داسې کارونه او کارنامې ترسره کړې دي چې له امله یې بیلابیل نومونه او لقبونه ترلاسه کړې دي، نو د دغو برنامو له نوملړ څخه یو هم د کپل شرما شو ده.

په هندوستان کې د سوني تلویزون کامیډې یا خندونکې برنامه (دی کپل شرما شو) چې د لیدونکو پرمخ وتړل شوه او دا برنامه اوس مهال نه پرمخ وړل کېږي، اصلي لامل یې روښانه شو.

د دې برنامې مخته وړونکي خپله کپل شرما په یوه مرکه کې دا څرګنده کړه، چې دا برنامه یې د کرونا ویروسي ناروغۍ له امله وتړله او د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر یې دا برنامه د اوس لپاره وتړله نوموړي وویل، چې د کرونا ویروس له امله اوس ډېر فلمونه نه ریلیز کېږي نو له همدې کبله دا نندارتون له ګڼو ننګونو سره مخ وه چې له امله یې مونږ پرېکړه وکړه د موقعت وخت لپاره دا برنامه وتړو.

کپل شرما زیاته کړه، چې د کرونا ویروس له امله لکه څنګه چې فلمونه اوس ډېر نه ریلیز کېږي نو په شو کې دننه ډېرو خلکو ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکول کېږي نو پر همدې اساس مونږ پرېکړه ونیوله چې دا برنامه د یو څه وخت لپاره وتړو او کله چې د کرونا ویروس خطر کم شو او یا هم له منځه لاړ نو دا شو به یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د سوني تلویزون دغه نوموتي برنامه د خپلو همکارانو ترمنځ د شخړو او خپل منځې اختلافاتو له امله تړل شوې وه چې له څو میاشتو وروسته، بیا کله یې چې نوي همکاران پیدا کړل نو دا برنامه بیا بیرته پیل شوه.

د کپل شرما شو هغه برنامه ده چې په سوني تلویزون خپرېږي او هم د یوټیوب له لارې خپرېږي دا په نړۍ کې له ګوډ ګوډ څخه بې شمېره مینه وال لري، چې دلته په هېواد کې دننه (افغانستان) کې هم خورا په لوړه کچه مینه وال لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More