The news is by your side.

له سترګو پناه سیمه/ عزیز احمد تسل

خبریال وېب پاڼه –  کام ایر وړه الوتکه په هغه ښار راټیټه شوله چې د دو بیلا بیلو پاچاهیو مشرانو ور څخه سر را ایستلی دی؛ خو لا هم د دې ښار جوړښت او د خلکو ژوند دوه لسیزې پخواني ته ورته دی.

دا هغه له پامه لوېدلی سټراټيژیک او مهم ولایت دی چې پاچاهۍ ترې ړنګې شوې او پاچا هۍ ترې جوړې شوې دي.

دا د افغانستان سهیل لویځ کې پروت غرنی ولایت اروزګان دی، دلته د خلکو د تعلیم کچه ټیټه ده؛ خو ځینو پلرونو همت کړی او خپل بچي یې کابل او نورو لویو ښارونو ته د لوست لپاره لیږلي دي، دلته د پوهنتون ودانۍ اوس تر کار لاندې ده او په ټول ولایت کې یواځې یوه د نجونو لویه لیسه شته، د لنډو څپو ۷ راډیوګانې لري؛ خو د ښځینه خبریالانو کار ته لا هم د عار په سترګه کتل کیږي.

سړې هوا د ترینکوټ له غره او ټیټې څخه شنه لمبه اخیستې او دا سیمه له ښار پرته یوې بې دیا ته پاته کیږي.

ترینکوټ ته په ورتګ سره د شلو کال پخوانۍ لښکرګا رایاده شوله، کټ مټ هماغه د طالبانو د رژیم بازارونو ته ورته ښار لري، دوکانونه یې ډیر له خټو جوړ دي د ښار منځ کې په شمار سړکونه پاخه دي نورې وتلې ټولې لارې خامې دي.

د دې سیمې خلک اوبه او مځکې کمې لري؛ خو د بادامو او اینځرو باغونه یې مشهور دي.

ددې سیمې خلک ستړي ډير دي خو روزي یې کمه ده خلک یې غریب دي؛ خو غیرتمن او کلک زړي دي؛ د ښار یوه وړه برخه یې په تیلي برېښنا روښانه ده.

دا هغه ولایت دی چې ملاعمر پکې را لوی شوی او د حامد کرزي پر اوږو د همدې ښار غیرتمنو میرمنو او سپین ږرو چپنه ور اچولې ده.

له دې سیمې څخه د طالبانو سر سخته قومندان ملا دادالله او د طالبانو د قطر دفتر اوسنۍ مرستیال ملا برادر او د طالبانو د وخت لوی درستیز ملا فاضل راوتلي دي چې له بده مرغه هر عادل او ظالم چې له دې ښاره را وتلی بیا یې تر چا ندي ور کتلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د رغونې برخه کې دا ښار له سترګو پنا کړی او د له بله اړخه بیا هم بهرنيانو، هم طالبانواو‌هم حکومی عسکر د دې سیمې پر خلکو د توپک شپېلۍ را سته کړې، چې د اسټرالیايي ځواکونو ظلمونه او ددې ښار منځ، کلیو او ولسوالیو کې یې خوا ډیر بېګناه خلک، ښځې او ماشومان وژلي او بندیان کړي دي.

دې سیمې ته نه خپل نه پردي په هغه ارزښت کتلي کوم چې دا ولایت یې لري

دلته خلک تورې پاج بګړۍ تړي، ډیر یې جرمني د طالبانو د رژیم مشهور بوټ په پښو کوي او بای فور موټر په ښار او ولسوالیو کې ګرزي.‌

د اروزګان اوسېدونکي‌په مېلمه پالنه فخر کوي او دا د ژوند تر ټولو لوی اصل بولي.‌

لیکوال: عزیز احمد تسل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.