The news is by your side.

د مڼو ۵ حيرانونکې ګټې

خبريال وېبپاڼه/ مڼه یو له هغه مېوو څخه ده چې په هېواد کې مو پرېمانه پيدا کېږي او بيه يې هم نسبتاً ښه ده او ډېری خلک کولی شي چې وایې خلي، مڼه نه يوازې چې پرېمانه ده بلکې ډېر په زړه پورې خوند لري او ډېره ګټوره مېوه هم ده.

د مڼې حيرانونکې ګټې

د مڼو یو لويه ګټه هم د کولمو او معدې لپاره ده، په مڼو کې په پرېمانه کچه فايبر شتون لري، دا فايبر نه يوازې چې د هاضمې د سيستم کار آسانه کوي بلکې د کولمو او معدې له ګڼو ناروغيو څخه مخنيوی کوي، ددې ترڅنګ فايبر د کولمو لارې لمدې ساتي د قبضيت وچ والي او نورو ګڼو ستونزو مخه نیسي.

په مڼو کې پرېمانه انتي اوکسيدان شتون لري، انتي اوکسيدان په بدن کې د هغه راډیکالونو د لرې کولو سبب کېږي چې زيات والی یې د وخت په تېرېدو د سرطان سبب هم کېدی شي، له همدې کبله د مڼو ګټې بايد ساده ونه نیول شي.

د مڼې د پوستکي سره خوړل مهم دي، ځکه چې د مڼې په پوستکي کې پرېمانه ويټامين سي شتون لري، خو مخکې له دې چې د پوستکي سره وخوړل شي بايد ښه پاکه پرېمينځل شي ځکه کېدی شي هم یې پوست پاک نه وي او کېدی شي د ځینې درملو چې د بزګرانو له لوري ورکول شوي وي څه مواد هم ورباندې پاتې وي، دا پرېمانه ويټامين سي د بدن ددفاعي ځواک په زياتولو کې فوق العاده مرسته کوي.

په مڼو کې پوتاشیم هم شتون لري، د پوتاشیم شتون د يوې خوا د حجرې دننه او بيرون د موادو په ځانګړي ډول د مهمو معياتو توازون سموي د بلې خوا د وینې د ډېر نري کېدل هم بندوي او په بدن ددې مخنیوی کوي چې په اسانۍ سره خون ریزي رامنځته شي.

په مڼو کې ويټامين اې هم شتون لري، ويټامين اې د سترګو د روغتيا لپاره ترټولو ګټور ويټامين دی، ددې ترڅنګ ويټامين اې د هډوکو لپاره د غاښونو د روغتيا هم ډېر ګټور ويټامين دی، ويټامين په دې کې هم مرسته کوي چې د بدن حجرې مو په چټکۍ سره نوې شي.

سپینې يا شنې مڼې چې ورته وايی د شکر د ناروغانو لپاره تر درمل کم نه دي، که د سهار له لوري د شکر ناروغان دا مڼې وخوري نو د ورځې په اوږدو کې یې بدن د شکر اړتیا کموي او دا د شکر د ناروغانو لپاره ترټولو ښه خبر دی.

مڼې ډېری زياتې ګټې لري، خو بايد پخپل وخت په اندازه وخوړل شي، په ځانګړي ډول د سهار له لوري مڼې ډېره ګټه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.