The news is by your side.

هغه ۵ خواړه چې سږي له زهري موادو پاکوي

خبريال ویبپاڼه: سږي زموږ د بدن ترټولو مهم او حياتي غړي دي، زموږ سږي ددو برخو څخه جوړ شوي دي، د سږو په واسطه خپل نفس اخلو او ورکوو، ناوړه او غلطه تغذيه، ناوړه عادتونه، کړنې او د ژوند طرز د سږيو روغتيا په جدي ډول ګواښلی شي.

سږي مو د چاپيريال له ځينو عواملو او د ځينو خوړو څخه متضرر کیږي، په ځانګړي ډول سېګرېټ او شراب په مستقيم ډول سږو ته زيان رسوي، د سږو سره د بې پروايۍ په صورت کې د سختو ناوړه ستونزو سره مخ کېدای شو.

د سږو روغتیا ساتل

د سږو د روغتیا لپاره يو ترټولو مهم کار دادي چې سېګرټ او شراب ونه څښل شي، دا دواړه شیان په مستقيم ډول د سږو عضلاتو ته زيان رسوي، د سږو د ښه کار کولو او روغتیا لپاره بايد لومړی کار همدا وشي چې د سېګرېټو او شرابو څخه ځان وساتل شي.

په سم ډول تغذيه کېدل، هره ورځ يا کم تر کمه يو ورځ وروسته تمرين کول، سپورټ کول او له ککړې هوا څخه ځان ساتل په ځای یې پاکه هوا تنفس کول ددې سبب کېږي چې موږ خپل روغ سږي روغ وساتلی شو.

د سږو لپاره ګټور خواړه

زنجپيل؛ يو له هغه موادو يا خوړو څخه دی چې قوی انتي اوکسيدان لري، ددې انتي اوکسيدانو په موجوديت سره زنجپيل کولی شي د سږو روغتیا ته ډېر ګټور تمامه شي، زنجپيل سږي د هغه زهري موادو څخه پاکوي چې په سږو کې یې پاتې کېدل د ډېرو خطرناکو ناروغيو سبب کېږي، زنجپيل د هغه کسانو لپاره ډېره په زړه پوری شی دی چې نفس تنګي لري، دا ډول کسان کولی شي په پرېمانه کچه زنجپيل وکاروي.

اوبه؛ اوبه زموږ د بدن او د ټول ژوند ترټولو حياتي اړتيا ده، اوبه د بدن څخه د زهري موادو د لرې کولو ترټولو لويه واسطه ده، اوبه د سږو د پاکولو په برخه کې ډېر زيات رول لري، له همدې کبله پوهان په ورځ کې ددوه ليتره اوبو د څښلو سپارښتنه کوي.

انګور، انګور په بدن کې د اوکسيجن د ویش پروسه سموي، په دې ډول بدن ته په منظم ډول اوکسيجن رسېږي، په انګورو کې موجود مواد د سږو د النتهاب مخه نيسي او په لنډه موده کې د سږو د غښتلتيا او روغتيا سبب کېږي، له همدې کبله د انګورو خوړل ډېر زيات مهم دي بايد دسترخوان مو ورڅخه خالي نه وي.

اوږه هم يو له هغه موادو څخه ده چې په مستقيم ډول یې هم کارولی شی او په خوړو کې یې هم ګډولی شئ، اوږه د سږو په پاکولو کې حیرانونکې تاثير لري پرېمانه انتي اوکسيدان لري او د وینې د ټينګېدو مخه نيسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance