The news is by your side.

د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خونړۍ نښته شوې

خبریال وېبپاڼهد وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خونړۍ نښته شوې او دواړو غاړو ته درانه تلفات اوښتي دي. تر دم ګړیه د دواړو غاړو ترمنځ (۹) کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي .

د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې برید د ملا هیبت الله ډلې د طالبانو له لوري د هرات په شنډنډ ولسوالي کې د طالبانو د شورا د ملا محمد رسول پر طالبانو شوی دی.

د ملا هیبت الله د طالبانو له لوري د جګړې قومانده د ملا عبدالرشید بلوڅ په غاړه لرله او د ملا محمد رسول د طالبانو قوماندان ملا ګلالی وو چې درانه تلفات ور واوښتل .

خبریال وېبپاڼې ته د طالبانو دواړو غاړو جګړه تاید کړه او ویې ویل چې مرګ ژوبله زیاته ده؛ خو تر دم ګړیه د ملا محمد رسول د (۷) طالبانو د مرګ او د ملا رشید بلوڅ د (۲) کسانو د مړیني‌خبر تاید شوی دی.

دا جګړه په داسيوخت کې شوې ده چې هم مهاله د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د پېشور شورا او د حقاني‌ شبکې اوسنی مشر د دواړو ډلو ترمنځ په سوله او تفاهم بوخت دی.

حقاني شبکه هڅه کوي چې د طالبانو لويياو وړې ډلي که هغه له یو بل نه خوابدي دياو که له یو بل سره په مورچل کې ناست دي‌ سره خوشحاله کول غواړي‌.   

طالبان چې په پاکستان کې د افغانستان خلاف ښکاره فعالیت کوي؛ اوس تر بل هر وخت زړه ورشوي او هلته له استخباراتي چارواکو سره ښکاره او سرعام اړیکي پالي.‌

تر کومه ځایه چې طالبان ښکاره فعالیت ته را وتلي هم دومره یې د منځ اختلافات هم را برسیره شوي دي؛ د امریکا سره د تېر کال تر تړون وروسته اوس طالبانو کې ګڼ کسان جګړې ته زړه نه ښه کوي؛‌یوازيپه اقتصادي لحاظ مجبوره او د ځینو طالب قوماندانانو باوري جنګیاليجګړې ته ځي.

ددغه حالت نه د راوتلو لپاره د حقاني‌شبکه هڅه کوي‌ چې د طالبانو خوابدي او مرور کسان سره را غونډ او د جګړې صف قوي کړي. خو د ملا محمد رسول جلا شوې ډله تر نورو هغو نسبتآ‌لویه ده او وخت ناوخته د ملا هیبت الله د طالبانو سره ښکر پر ښکر شي‌چې درانه تلفات هم یو بل ته ور اړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.