پاکستان ته د طالبانو له تګ وروسته څه بدل شول؟
خبريال ویبپاڼه: وروسته له هغه چې په دوحه کې د سولې خبرو يوه دمه واخیسته، د حکومت مذاکراتي ټيم کابل ته راغی او د طالبانو مذاکراتي ټيم پاکستان ته ولاړ بيا که څه هم د سولې خبرې بیرته پیل شوې خو طالبانو پکې څو ورځې ګډون ونکړ، د طالبانو ځینې بې واکه کسانو په څو کوچنيو غونډو کې ګډون وکړ خو نور مهم غړي یې په پاکستان ددې هېواد پوځ نظر بند کړي و.
دوی څه ځنډ دوحې ته پريښودل شول خو په بين الافغاني خبرو کې بيا هغه ډول جديت ونه ليدل شو کوم چې پاکستان ته د طالبانو د سفر مخکې و، که څه هم مخکې له دې چې طالبان پاکستان ته سفر وکړي په بين الافغاني خبرو کې د اوربند په هکله پرمختګ نه و شوی خو د طالبانو او افغان حکومت د ټيم خبرې په پوره جديت روانې وې او هڅه کېده ورو ورو اوربند ته لاره هواره شي.
د پاکستان ناولی سفر
پاکستان ته د طالبانو تګ هسې هم د ډېرو نيوکو سره مخ شوی و، ان ځینې خلکو ويل چې طالبان خپلې اصلي قبلې ته تللي دي، په دوی نیوکې دا هم وې چې تر هرې پرېکړې مخکې يو ځل د پاکستان دوره کوي.
د پاکستان سره حساسيت پخپل ځاي خو کله چې دوی د پاکستان څخه دوحې ته ولاړل نو د پاکستان د سفر منفي تاثیرات نور هم ښکاره شول، طالبانو ورو ورو د حکومت له ټيم سره د خبرو څخه ځان شاته کړ او داسې بې وخته او بې بدله غوښتنې یې مطرح کړې چې هغه افغان حکومت ونه منلې.
پاکستان ته د سفر مېوه همدا وه چې تېره ورځ د حکومت د مذاکراتي ټيم وياند نادر نادري وويل چې ددوی د غوښتنې او ښکاره اجنډا سره سره د طالبانو پلاوی ۹ ورځې کېږي چې ددوی سره خبرو ته نه دی تیار شوی.
طالبان هرڅه غواړي هیڅ نه ورکوي
طالبانو د حکومت د ټيم سره په غونډو کې د نه ګډون سبب په غیرې مستقيم ډول ددوی د دوه تازه غوښتنو نه منل بللي دي، وروسته له هغه چې طالبانو پاکستان ته سفر وکړ په دوحه کې یې د بين الافغاني خبرو د پيل سره سم د افغان حکومت څخه دوه نورې غوښتنې مطرح کړې.
له دې غوښتنو يوه یې د ۷۵۰۰ نورو طالب بنديانو خوشي کول و او بله هم دا غوښتنه وه چې افغان حکومت بايد په رسمي ډول د ملګرو ملتونو څخه وغواړي چې ددوی د مشرانو نومونه له تور لیست څخه لرې کړي.
طالبان په داسې حال کې د افغان حکومت څخه ددوحې د توافقنامې ټکی ټکی عملي کول غواړي چې پخپله ددې توافقنامې مطلق اکثريت برخه نه عملي کوي، دوی ددوحې د توافقنامې ترټولو مهم ټکي چې د جګړې د شدت کمول و نه عملي کوي جګړې ته زور ورکوي خو په مقابل کې د افغان حکومت څخه غواړي چې د همدې توافقنامې په بنسټ هم ددوی باقي بنديان خوشي کړي او هم د تور لیست څخه ددوی د مشرانو د نومونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.