The news is by your side.

ناټو د امریکا پلان او د طالبانو هيلې په سیند لاهو کړې!

خبريال وېبپاڼه/ معتبرو غربي رسنیو راپور ورکړی دی چې امريکا به د طالبانو سره پخپل توافق په ټاکلې نېټه عمل ونکړي، ددې راپور په بنسټ نړيوال ځواکونه به د مې د مياشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او دا هېواد به پرېنږدي.

د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ توافق په دې شوی و چې د اپریل د مياشتې تر پايه به له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه وځي، ددې په بدل کې به طالبان په امریکايي ځواکونو حمله نکوي، په افغانستان کې به د جګړې شدت کموي او د بين الافغاني خبرو د بريا لپاره به رغنده رول ادا کوي.

طالبان د توافقنامې یو طرفه عملي کول غواړي

د امريکا ددفاع وزارت وياند تېره ورځ د طالبانو له لوري د توافقنامې نه عملي کول د اندېښنې وړ وبلل او زياته یې کړه چې دوی د طالبانو سره کړې توافقنامې ته ژمن دي خو طالبان هم باید دې ته ژمن واوسي، د دفاع وزارت وياند وويل چې طالبانو ددوی سره کړې توافقنامه نه ده عملي کړې په افغانستان کې یې په جګړه کې زياتوالی راوستلی دی او د القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرې کړې.

د امريکا ددفاع وزارت دغه وياند په ښکاره وويل که طالبان دا توافقنامه نه عملي کوي نو دوی ته به ګرانه وي چې يو طرفه دا توافقنامه لاسليک کړي.

د امريکا حکومت په داسې کې طالبان د توافقنامې په نقض تورنوي چې په کابل کې هم ددې توافقنامې د نه عملي کولو په سر په طالبانو نیوکې کېږی، د افغان حکومت مشران وايي چې طالبان له دوی څخه ددوحې د توافقنامې ټکي په ټکي عملي کېدل غواړي د خپلو ټولو زندانيانو ازادي غواړي د تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو لرې کيدل غواړي خو پخپله بيا ددې توافقنامه صرف یوه برخه عملي کوي چې هغه په امريکايي ځواکونو نه حمله ده، نور د افغان حکومت سره ورځ تر بلې جګړې له زور ورکوي د سولې په خبرو کې ستونزې ايجادوي او د بهرنیو جنګیالیو سره ګډ کار کوي.

د نوې ادارې څخه د طالبانو اندېښنې

طالبان په شديد ډول په اندېښنه کې دي چې د جوبایډن حکومت به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري ونه باسي، د طالبانو ځينو چارواکو خپلې دا اندیښنې د خپلو متفقينو سره هم شريکې کړې دي.

د جوبایډن د حکومت ترټولو لوړ پوړو مقاماتو ددفاع وزير او د بهرنیو چارو وزير دواړو طالبانو ته ګوته نیولې ده چې ددوحې په توافقنامه عمل نکوي او که دوی په دې توافقنامه عمل ونکړي نو امريکا به هم ددې توافقنامې شرطونه عملي نکړي.

په شرايطو ولاړ عسکري موجوديت

که څه هم د امریکا پخوانی ولسمشر د خپلو ځواکونو مطلق وتل غوښتل خو د ناټو مشر همغه وخت ويلي و چې ددوی شتون په افغانستان کې په شرایطو پوزې تړاو لري، تازه همدا خبره د ناټو یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته هم کړې ده.

دا مهال په افغانستان کې ناټو د امريکايي ځواکونو سره ټول لس زره سرتېري لري، د ناټو لوړ پوړی چارواکی وايي چې ددوی موجودیت په افغانستان کې د شرايطو سره تړاو لري.

امریکا کې متعبرو چارواکي وايي چې جوبایډن غواړي د افغانستان جګړې ته په مسوولانه ډول د پای ټکی کېږي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.