The news is by your side.

ښځه او خاوند باید پدې کار کې خورا احتیاط وکړي

دا چې واده یوه اړیکه ده او دا اړیکه د ښځې او خاوند ترمنځ خورا قوي وي. نو دلته بیا ځینې مسایل دي چې باید ښځه او خاوند یې باید په ترسره کولو او منلو کې خورا احتیاط وکړي.

په واده کې یا ګډ ژوند کې ځینې کارونه دي چې په ترسره کېدو سره یې د واده اړیکې ته زیان اوړېدلی شي. نو مخکې له دې چې ګډ ژوند پیل کړئ له دې وړاندې د ګډ ژوند په کولو، اصولو او قوانینو ځان پوه کړئ ترڅو یوه ښه او له خوښۍ څخه برخمنه اړیکه ولرئ.

مفتي طارق مسعود فتوا صادره کړې ده، چې ښځه او خاوند باید پرته له اجازې د یو بل ګرځنده مبایلونه چیک نه کړي ځکه چې دا جواز نه لري چې یو څوک دې د چا په شخصي ژوند یا محرمیت کې مداخله وکړي نو پر همدې بنسټ میرمنه او خاوند حق نه لري چې د یو بل ګرځنده مبایلونه پرته له اجازې چیک کړې.

مفتي طارق مسعود همدغه راز وویل، چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ((کله چې تاسو له خپل سفر څخه بیرته راستنه شوئ، نو پرته له اجازې خپل کور ته مه ځئ او یا هم مه ننوځئ، تاسو له ننوتلو وړاندې باید خپله کورنۍ خبره کړئ چې زه را ننوځم.)) نوموړی زیاتوي که بیا هم تاسې په خپلې میرمنې شک لرئ نو هغوئ وڅارئ.

خو د یو بل له اجازې پرته تاسو دا هڅه مه کوئ چې د یو بل کرځنده ټیلفونونه را واخلئ او د دوی شخصياتو او محرمیت ته داخل شئ. که تاسو مو پر میرمنې شکې یاست نو هڅه وکړئ چې هغوئ ته ګرځنده تیلفون وانخلئ او نه یې هم ورکړئ، ځکه که چیرې تاسو یې ور څخه بله ورځ مبایل اخلئ نو دا کار به ستاسو او د هغې ترمنځ د نفرت لامل شي. نو تر ټولو غوره دا ده چې له پیله ورته مبایل یا تیلفون وانخلئ.

د یادولو وړ ده چې ګرځنده مبایلونو د ډیری میرمنو او سړو ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی او حتی د ډیری وګړو اوږدمهاله اړیکې د دغو ګرځنده مبایلونو له کبله ختمې شوې دي او پر کوچنې کار سره پاېته رسېدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance