The news is by your side.

طالبان د سیاسي ماتې په درشل کې!

خبریال وېبپاڼهد افغان حکومت مخالف لوری طالبان تر بل هر وخت د سیاسي‌ ماتې په درشل کې ښکاري او داسي برېښي چې د امریکا متحده ایالاتو نوي‌ حکومت پخپله له طالبانو او د دغې ډلې له ملاتړي هیواد پاکستان نه مخ اړولی دی.‌

د امریکا متحده ایالات په پرله پسې ډول پاکستان او طالبان دواړه ایګنوره وي او د دوی له لوريشویو کړنو ته غوږ نه نیسي؛ خو له بله لوري د متحده ایالاتو او د دوی د ترهه ګري ضد جګړې شریکان داسي کړنې کوي چې طالبانو او د طالبانو ملاتړو هیوادونو ته دا وروښيي چې ګواکې نور تاسو ته هغه اهمیت نه درکول کېږي چې د ټرمپ‌ حکومت په وخت کې درکول شوی وو.

طالبان هم له خپله اړخه هڅه کوي چې داسي سیاسي لوبي وکړي چې د امریکا متحده ایالاتو پام ځانته ور واړوي.‌د هم دغه سیاسي لوبو په بهیر کې روسیې او ایران ته د طالب مشرانو سفرونه او په دوحه کې له افغان چاوراکو سره د طالبانو د سولي د خبرو اودریدل شامل دي .

ایران او روسیې ته د طالبانو سفر د امریکا متحده ایالاتو لپاره د یوه سیاسيپیغام معنا لرله؛داسي پیغام چې د هغه په مټ به طالبانو د امریکا سره د بیا نژدې کت هڅه کوله؛ خو اوس داسي ښکاري چې دا دواړه سفرونه طالبانو ته په زیان تمام شول او د امریکا د ډیموکراټانو د حکومت غبرګون د دغې ډلي خلاف لا نور را وپارېده.

بل پلو پاکستان چې غواړي د طالبانو د هرې کړنې کریډیټ او ګټه واخلي‌ دا ځل طالبانو ته د ایران او روسیې د تګ د مشورو ورکولو په صورت کې د امریکا د سیاست په ډګر کې یوخل بیا یوه ځینه شاته شو او د امریکا متحده ایالاتو پالیسي جوړونکي ښايي نور د طالبانو په تړاو پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

د پخواني ولسمشر ډونالډ‌ټرمپ د واکمنيپر مهال چې یو ځل د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته شا کړه؛ هغه وخت طالبانو ورته سفرونه وکړل چې وروسته د زلمي خلیلزاد په هڅو یوځل بیا د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو اړیکي ورغېدې؛ خو ډیموکراټان یا د جوبایډن حکومت لا له وړاندي دې نتېجې ته رسېدلي چې د طالبانو کنټرول یوازي او یوازي پر پاکستان د فشار په وسیله شونی دی.

دا چې اوس طالبان د سیاسي ماتې  په درشل کېدي یوځل بیا به د پاکستان له توند غبرون سره مخامخ کېږي؛ مشران به یې نیول کېږي او تر ډېره بریده به یې جایدادونو ته پاکستان لاس ور اچوي او پاکستان به یوځل بیا له امریکا سره د اړیکو د تازه کولو په موخه طالبان ډېرو داسي‌کړنو ته مجبوره وي‌چې دوی یې تر اوسه پوري تمه نه لرله.

طالب مشرانو هغه مهال تېروتنه وکړه چې چې د پاکستان په مشوره او غوښتنه یې د ټرمپ نسخه پر جوبایډن و ازمایله؛ روسیې او ایران ته یې سفرونه وکړل او د دوحې مذاکرات یې ځای پرځای پرېښودل.

بل پلو روسیې او ایران لا له وړاندي ویلي دي چې د امریکا په مقابل کې د طالبانو مرسته نشيکولای؛ مطلب دا سفرونه فشارونه نشي اچولای.

طالبانو ته په کار دي چې په دوحه کې ژر ترژره د سولي په ټپه ولاړې خبرې پیل کړي؛ امریکا او نړۍ والې ټولنې ته وروښيي چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي‌ او هڅه کوي چې د سولي په فضاکې د یوه سوله ایز افغانستان لپاره لار هواره وي.

که طالبان دا کار وکړي ښايي له امریکا سره یې تقربآ شلزدلې اړیکي ورغیږي او د سیاست د بایللې لوبي په ډګر کې یوخل بیا په نیمه فاتحانه انداز را څرګند شي.

لیکوال: سید نصیبالله

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.