شاهين ته د حکومت د مرمۍ غوندې ځواب

خبريال وېبپاڼه: حکومت د طالبانو پخواني ویاند سهيل شاهين ته فوري ځواب ورکړ، د وسله طالبانو د سياسي دفتر پخواني ویاند سهيل شاهين په تهران کې د يو لړ څرګندونو په ترڅ کې ويلي و چې د دوی او امريکا د توافقنامې په بنسټ د افغانستان اوسنی حکومت بايد يو نوي اسلامي حکومت ته خپل ځاي پرېږدي.

د طالبانو ددې پخواني وياند په ځواب کې د افغانستان د امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ وويل چې طالبانو لا د افغان حکومت د ټيم سره په هېڅ ډول اصلي موضوع بحث نه دی کړی نو په دومره په بېړه باندې د حکومت په دا ډول څرکندونې کول کوم معقول طرف نلري.

اندړ پخپل بيان کې ويلي دي چې طالبان بايد لومړی جګړه ودروي د افغان حکومت د استازو سره خبرې په مخ يوسي دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي وروسته بيا دوی کولی شي د جمهوریت تر چتر لاندې خپلې سياسي موخې تعقيب کړي‌‌.

طالبانو په پردیو دروازو کې!

د طالبانو دوه ډلې د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم سره د خبرو له مېز څخه پاڅېدلي دي او د مسکو او تهران په سفرونو بوخت دي، په مسکو کې هم د طالبانو د ډلې يوه غړي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني استعفا وغوښته او دا يې د سولې لپاره يوازنۍ لاره وبلله.

د عباس ستانکزي ترڅنګ ددې ډلې بلې غړي سهيل شاهين په تهران کې همدې ته ورته خبره وکړه او ويې ویل چې دوی د امریکا سره په دې باندې توافق کړي دی چې ددې توافقنامې په بنسټ بايد په افغانستان کې يو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي.

خو د افغانستان د امنیت شورا ویاند وايي چې د افغانستان د مسلو او د سولې د خبرو ټولې مسلې د دوحې د توافقنامې په بنسټ نه حل کېږي، بلکې دوی خپل اصول لري او د دوحې توافقنامه هرڅه بنسټ نه نیول کېږي.

بهرني پاکټونه!

په داسې حال کې چې افغان ملت د بهرنيو پرېکړو بهرنیو پروژو سخت مخالف دي، طالبان د مسکو او تهران څخه د نويو حکومتونو خبرې کوي او ددې سره سره دا خبره هم کوي چې ددوی دا غوښتنې مسکو او تهران هم منلې دي.

که څه هم طالبان خوشحاله دي چې ددوی پروژې يا دوی ته ورکړل شوې پروژې مسکو او تهران هم منلې دي خو دننه په افغانستان کې بيا ددې ډول پروژو او وړانديزونو په هکله خلک ډېر حساس دي او ددې ډول دسيسو سخت مخالفت کوي.

افغان ملت د افغانستان د ننه د افغانانو په واسطه د جوړو شويو او د افغانانو له لوري د تاييد شويو تګلارو ملاتړ کوي.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More