اوښ، د خالق يوه عجيب مخلوق د عجيبو خواصو سره

خبريال وېبپاڼه: د الله جل جلاله په مخلوقاتو کې فکر کول ستر عبادت بلل شوی، انسان هغه پړاو ته رسوي، چې له خپل ذات سره یې مینه زیاتیږي، او بې واره دې پایلې ته رسیږي چې پالونکی یې څومره ستر او هسک ذات دی، څومره پیاوړې او غښتلی دی او له څومره لا یتناهي ځواک او واک څخه برخمن دی. ددې تر څنګ څومره په خپلو بنده ګانو مهربانه دی چې د هغوی د اسانتیا او هوساینې لپاره یې بیساري خلقتونه کړي او ټول یې بیا همدې بنده ګانو ته مسخر کړي دي .

له تاریخي اړخه، اوښ د کوچیانو د ځمکني ټرانسپورټي نوښت له عمده وسایلو څخه ګنل کیده. اوښ څخه د ټرانسپورټي وسایلو په توګه د استفادې برکت و چې په سیمه کې کوچیان؛ د سوداګریزو پنځونو او کاروانونو سرلاري او سربراهان بلل کیدل. کوچیانو د اوښانو په وسیله د داسې نوښتګرو ځای خپل کړی و چې لیري لیري سیمې یې سره نښلولې وې او سیمه ییز اتصال په برخه کې یې مخکښ رول لوبولی دی.

کوچیانو د اوښ نه په ګټنې له سویل لویدیځ چین څخه د پامیر لمنو له څنډو، د بدخشان له لارې چې د شیوه په نامه د ستر څړځای لرونکی دی، جنوبي او مرکزي آسیا ته او په پای کې له دې لارې آن اروپا ته لاره کړې وه چې دا چاره نه یوازي سیمه ییز اتصال په برخه کې له لوړ ارزښت څخه برخمن دی بلکې تر څنګ یې د کوچیانو هغه مبتکرانه ذهنیت هم په ډاګه کوي چې دا چاره یې له اوښ څخه په استفادې ترسره کړه. له بلې خوا یې د غزني او هلمند له لارې، چې غزني د عباسي خلافت پر مهال د سرسبزۍ ښار په نامه پیژندل کیده او هلمند چې د غلو دانو کندو په نامه یادیده، څخه په ګټنې یې هیواد له پرونۍ قسطنطنیې یا نني استانبول سره تړلی و چې له دې لارې یې هم بالاخره اروپا ته لاره جوړه کړې وه. په بله معنا د وریښمو لار پنځوونکي، چې نن ورځ د سیمي د اقتصادي او سوداګریز اتصال په برخه کې له خورا لوړ ارزښت څخه برخمن دی، همدا کوچیان دي چې د اوښ په وسیله یې دا چاره ترسره کړه. له دې پرته به یې نور تجارتي کاروانونه آن تر هند او ور سره ګاونډيو هیوادونو پورې ځغلول، تر دې چې لیري پراته ولسونه به چې کله هم د خپلو هیوادونو د رغونې په برخه کې د وسایلو نشتون سره مخ شول نو له کوچیانو څخه به یې مرسته غوښته چې اسټرالیا ته د کوچي اوښبنو تګ او هلته میشت کیدل یې ښکاره بیلګه ده.

له بله اړخه ستر ذات؛ اوښ په قران عظیم الشان کې یوه داسې بیلګه وړاندې کړې چې خپل بنده ګان یې د هغه په خلقت کې فکر کولو ته رابللي دي، د قدرت یوه کوچنۍ مظاهره یې کړې، د ځواک کرشمه یې وړاندې کړې او منکران یې ننګولي دي. دا چې اوښ څه ځانګړنې لري؟ څنګه الله جل جلاله په دومره لویو مخلوقاتو کې اوښ ته اشاره کړې؟ ددې ترشا کوم رازونه پټ دي؟ دا لنډه لیکنه مو د اوښ خلقت یو شمیر داسې ځانګړنو ته ځانګړې کړې چې له هره اړخه بیساري ده:

لومړی ځانګړنه یې داده چې اوښ په حیواناتو کې تر نورو هغو خورا ځواکمن او کلک حیوان دی چې د ډیر بار وړلو وړتیا لري. نور حیوانات چې کله د بار وړلو لپاره تیاروي، نو لومړی یې پاڅوي او په ولاړه پرې بار ایږدي او روانیږي. خو اوښ برخلاف دی، په ملاسته پرې بار باروي، څومره دروند بار چې پرې بار شي په یوه ځانګړي بیساري مهارت سره په چټکۍ پاڅیږي. د معلوماتو تر مخه اوښ لږ تر لږه د نیم ټن بار وړلو وړتیا لري چې دا ډول ځانګړنې د نورو حیواناتو په اړه نادر دي.

دویم دا چې اوښ اوږده مزلونه وهلی شي او په سختو ګړنګونو او لارو ګودرو کې په اسانۍ مزل کولی شي، له همدې امله عربان ورته د بیدبا یا صحرا کښتۍ وايي. اوښ په وچو موسمونو کې له ۱۰ څخه تر شلو ورځو پورې د لوږې او تندې توان لري. په کاروانونو کې له ۱۷۰ څخه تر ۲۷۰ کیلو ګرامه بار د ۵ کیلومټره په چټکتیا ځغلولی شي. له بله اړخه د پښو لاندینی برخه یې داسې پوست یا نرم دی چې نه یواځي په ریګزارو سیمو بلکه په هر ډول ځمکې مزل کولی شي، له همدې امله یې د پښو د تلو جوړښت له اسونو، کچرو او نورو باروړونکو څارویو سره توپیر لري. که نني تخنیک ته نظر و کړو، هغه موټرونه چې غواړي په شګو کې مزل و کړي نو د ټیر هوا یې کموي ځکه پرته لدې په شګو کې بندیږي چې دغه بڼه هم په یوه ډول د اوښ د پښو له جوړښت څخه کاپي شوی دی.

د اوښ د پښو د پوستوالي بله ځانګړنه داده چې که په هر سخت، تیره، دروند او یا کوم بل څیز و لګیږي، د بدن نورې برخې ترې داسې نه اغیزمینیږي چې په خوځښت یا چارو کې یې خنډ شي، چې دا یې هم د خلقت بل عجیب و غریب او حیرانوونکی راز دی. له بله پلوه په معاصر طب کې هغو ناروغانو ته چې د پښو د تلو له درد څخه ځوریږي او یا هم دا چې که غواړئ د پښو تلې مو له درد او نورو ورته ستونزو څخه خوندي وي نو یو ډول پاسته تلي ورته تجویز کیږي چې دا چاره يا تخنیک هم په یو ډول د اوښ له پښو څخه کاپي شوی دی.

اوښ د تندې پر وړاندې سخت مقاومت لري تر دې چې د ځینو معلوماتو ترمخه ډیر کله د بدن د اوبو د لاسه ورکولو له امله خپل ۳۰ سلنه وزن له لاسه ور کوي. په داسې حال کې چې که داسې څه د انسان او یا هم بل حیوان په اړه پیښ شي نو د مړینې شونتیا یې ډیره زیاته ده. د حیرانتیا وړ بیا داده چې اوښ د اوبو همدا تشه یواځي په څو دقیقو کې بیرته پوره کوي. اوښ د خپل بدن د حرارت یا تودوخې د را ټیټولو لپاره خولې ته اړتیا نلري، له همدې امله ده چې اوبه په خپل بدن کې ساتي. اوښ د خپل بدن تودوخه د سهار په لومړیو کې له ۳۴ سانټي ګریډ درجې څخه تر مازدیګره ۴۱ سانټی ګریډ ته لوړوي چې له همدې تودوخې څخه په شپه کې د ځان ګرمولو په موخه ګټه اخلي. له همدې امله تازه معلومات ښيي چې د تودوخې پر وړاندې یې د بدن همدا تناسب ددې لامل ګرځي چې په چټکۍ د بدن اوبه له لاسه ور نکړي. خیټه یې دومره لویه ده چې تر ۲۰۰ لیتره اوبه پکې ځایولی شي، او له دې پرته د اوبو د ذخیره کولو نورې مجراګانې او سرچینې هم لري چې د اوبه څښلو پر مهال یې ډکوي.

بله ځانګړنه د اوښ په اړه داده چې تغذیه یا خواړه یې ارزانه دي، ځکه اوښ هر ډول خواړه آن ځوزان او هر بل ډول ګیاه په اسانۍ خوړلی شي. د خولې جوړښت یې داسې رامنځته شوی چې له پوست او کلکو برخو څخه جوړ دی، نو ځکه د اغزیو یا ځوځانو د خوړلو پر مهال ورته ستونزه نه جوړیږي او نه ژوبلیږي، ددې تر څنګ یې د بدن د نورو برخو لکه معدې ترکیب هم داسې دی چې یاد ډول خواړه ورته کوم زیان نشي رسولی.

دا چې له اوښانو څخه په بیدیاوو او معمولا ریګزارو دښتو کې د بار وړلو په موخه ګټه اخیستل کیږي، طبیعي ده چې په داسې سیمو کې سخت بادونه او طوفانونه هم رامنځته کیږي چې له دوړو او شګو څخه یې څوک خپلې سترګې نشي خلاصولی، خو الله جل جلاله اوښانو ته داسې دوه لایه باڼوګان ور کړي دي چې دا باڼوګان د تلکو یا دامونو په څیر له یو بل سره موښلي چې نه پریږدي د اوښ سترګو ته شګې او نورې دوړې ننوزي.

وړین پوستکی یې نری او نرم دی چې هم تودوخه خنثی کوي او هم یې بدن یخوي. ددې ترڅنګ یې د پښتورګو جوړښت داسې دی چې ډیرې مصرف شوي اوبه یې بیرته ګرځوي له همدې امله غلیظې بولې کوي.

د نویو معلوماتو پر بنسټ، د اوښ شیدې د نورو حیواناتو په پرتله د انسان شیدو ته ډیر ورته والی لري، داسې چې په شیدو کې شته اوسپنه یې د غوايي د شیدو په پرتله لس ځله زیاته او ویټامین سي یې د هغه په پرتله درې ځله زیاته ده. د اوښ شیدې ډیر غوړ او له غذايي موادو څخه پوره دي، ددې تر څنګ دا شیدې په یوشمیر هیوادونو کې د ځینو ناروغیو د درملنې په موخه هم کارول کیږي.

لیکوال: استاد حبیب الرحمن

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More