The news is by your side.

اسدالله خالد د امریکا ۸۴ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد د دفاع وزارت ته له رسېدو سره هم مهاله د امریکا متحده ایالاتو پراخه پوځي مرسته تر لاسه کړې ده.

اسدالله خالد توانېدلی دی چې د امریکا د متحده ایالاتو نه د افغان امنیتي ‌ځواک لپاره د تر (۸۴) میلیونه د زیاتو امریکا يي ‌ډالرو په ارزښت وسایط او مهمات تر لاسه کړي.‌

دا وسایط او مهمات د تېر ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې له ۳۱ نېټې د اکتوبر میاشتې تر یو دېرشمې نېټې پوري‌ په دې موده کې د امریکا متحده ایالاتو دافغان امنیتي ‌ځواک له پاره را نیولي ‌دي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت یوې لوړرتبه سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پوځي ‌اسرارو په توګه دا نشي‌ ویلای چې په موهماتو کې څه شامل دي؛ خو په وسایتو کې سلګونه هاموي‌ ټانګونه شامل دي‌ چې تر ۵۱ میلیونه امریکا يي ‌ډالرو زیات ارزښت لري.

دافغانستان د دفاع وزارت وايي چې اوس افغان امنیتي‌ ځواکونه دومره تجهیزات او وسایط لري ‌چې په پراخ لاس د وسله والو طالبانو ځواب پرې ویلای شي.

د یادولو وړده چې تر دې وړاندي د امریکا يي ځواکونو ترمیم شوي ۱۶۰۰ هاموي‌ ټانګونه هم افغان امنیتي ‌ځواکونو ته سپارل شوي وو.

د سیګار د نړۍ والي ‌ادارې له لوري‌ هم د دې خبرې پخلی شوی چې یوازي‌په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د افغان امنیتي‌ ځواکونو د د وسایطو او مهماتو لپاره تر ۸۴ ملیونه زیات امریکا يي ډالرو مرسته کړې ده.

دافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد چې د امریکا له متحده ایالاتو سره ژورې اړیکي‌ لري د دغه هیواد تر بل هر وزیر زیات په ولایتونو او د پوځ او امنیتي ‌سرتېرو په کمر بندونو کې لیدل شوی دی.‌

اسدالله خالد ته نېژدې سرچینې وايي‌ چې نوموړی د جګړې په ډګر کې ښکیلو افغان امنیتي ‌سرتېرو ته بیا بیا ورغلی او د هغوی د ضرورتونو او ستونزو په اړه یې پوښتلي‌ او د مشکلاتو د حل لپاره یې د نړۍ والو مرستندویه هیوادونو مرستې غوښتې دي.

د دفاع وزارت چارواکي‌ وايي‌ چې ددې بې سارې مرستو د ترلاسه کولو یو علت داوو چې اسدالله خالد د افغان امنیتي‌ ځواکونو وړتیا او ضرورتونه د جګړې په کرښه کې په امریکا يي‌ پوځیانو له نېژدې لیدل او د امریکا متحده ایالات یې دافغان امنیتي‌ ځواکونو سره لا نورو مرستو ته را مات کړل.‌

د وسایطو او مهماتو د سپارلو سلسله لا هم روانه ده او تر اوسه پوري ټول وسایط او مهمات افغان امنیتي‌ ځواکونو ته نه دي سپارل شوي؛ خو دا چې دا ډېر پراخ شمېر وسایط او مهمات دي‌د ټولو سپارلو لپاره وخت ته اړتیا ده.

اسدالله خالد د خپلې استعفا خبر رد کړ

ایا دفاع وزیر اسدالله خالد کرونا شوی؟

خالد: لا هم پاکستان له کوټې او میرانشا د جګړې پیغامونه رالېږي

خالد: د کندهار امنیت ډاډمن کیږي

خالد: که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي؛ نور به هم وځپل شي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.