The news is by your side.

خالد: که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي؛ نور به هم وځپل شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي او لا هم د جګړې لپاره سر زوري وکړي، نور به هم وځپل شي.

اسدالله خالد هلمند ولایت ته په سفر کې امنیتي ځواکونو ته په وینا کې ویلي، د افغانستان زړور ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کولی شي او په هلمند ولایت کې هم امنیتي ځواکونو طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

د خالد په خبره، اوس له امنیتي پلوه افغانستان د هېڅ یوه بهرنې هیواد ملاتړ ته اړ نه دی.

اسدالله خالد وایي، تر ٩٦ سلنه عملیات په خپله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترتیب او تنظیموي.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولایت کې له څو ورځو را هیسې جګړو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د هلمند د ساتلو کلک مقاومت کړی.

هلمند کې له لاسه تللې سیمې چې طالبانو سره وې او لویې لارې یې تړلې وې، بېرته امنیتي ځواکونو نیولي او لارې یې خلاصې کړي دي.

په هلمند ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې څه باندې ٣٠٠ طالبان وژل شوي او ٨٠ جنګیالي چې پنجابیان وو، جسدونه یې د هلمند د دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته وړل شوي دي، د طالبانو لسګونه مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي، او ټپیان یې د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ روغتون ته او د دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.