The news is by your side.

افغان مرکچي پلاوی: د جګړو شدت د سولې پر خبرو اغېزه کوي

خبریال ویبپاڼه/ افغان دولت له لوري قطر ته د سولې خبرو لپاره د تللي پلاوی یو شمېر غړي وايي چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د جګړو شدت اندېښمنوونکی دی او د سولې خبرې اغیزمنې کولای سي

نادر نادري او حبیبه سرابي د دې پلاوي دوه هغه غړي دي چې  وايي د جګړو زیاتوالی د دې لامل کیږي چې ښايي دوی له طالبانو سره پر خبرو یوځل بیا غور وکړي

هغوی ویلي له خبرو سر هممهاله د جګړو شدت داخبرې اغېزمنې کولای سي د دوی له انده چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتوونکي دي نو د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټيم به له داخلي مشورو او د حکومت د رهبرۍ او خلکو تر سلا مشورو وروسته به د دغو مذاکراتو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړي

دولتي مذا کراتي پلاوی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او هلمند کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي چې دواړو لورو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې

د مرکچې پلاوي تر دې خبرداري مخکې د افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ میلر له طالبانو غوښتي وو، چې تاوتریخوالی کم کړي او پر افغان ځواکونو دي  بریدونه نه کوي

له دې سره سره د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي ویلي چې د طالبانو له لوري پر لویو ښارونو بریدونه قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق خلاف کار دی

تراوسه د طالبانو له لوري داسې کوم اقدام نه دی اخیستل سوی ترڅو په ډاګه کړي چې دوی افغانستان کې د سولې غوښتوونکي دي، د افغانستان په ډيری ولایتونو کې عامو خلکو څو ځله له دولت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د بین لافغاني خبرو تر پیل وړاندې دي اوربند وکړي خو د هغوی دې غوښتنې ته تراوسه لبیک نه دی ویل سوی

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.