The news is by your side.

تېرو دوه میاشتو کې د جګړو له امله ٣٥ زره کورنۍ بې ځایه شوي

خبریال وېب پاڼه/ تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له امله په ټول هېواد کې ٣٥٠٠٠ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وایي د یادو بې ځایه شویو کورنیو زیاته برخه د هلمند ولایت اوسېدونکي دي.

په ورته مهال اوچاد یا د ملګرو ملتونو د همغږۍ اداره وایي، د روان زېږدیز کال له پيله تر دې دمه په ټول افغانستان کې ٢٠٨ زره کورنۍ د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د کډوالو زیاته برخه په کابل ولایت کې پرته ده.

په وروستیو اوونیو کې هلمند ولایت کې د سختو جګړو له امله ٥٠٠٠ کورنۍ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اه را کډه شوي دي چې ځینې یې ان د اوسېدو لپاره کورونه هم نه لري او د سړک پر سر شپې ورځې تېروي.

هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونه پر طالبانو برلاسي شوي او له طالبانو یې سیمې بېرته نیولي، ممکن د امنیتي وضعیت له مهارېدو سره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شي.

را کډه شوې کورنۍ وایي، د جګړې له وېرې او دا چې طالبانو کورونو نه د جګړې د سنګر په توګه کار اخیست، دوی یې پرېښودو ته اړ شول او خپل سرونه یې سلامت را وویستل.

اوس مهال امنیتي ځواکونه هلمند کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي او هغو سیمو کې یې چې شاه تګ کړی وو د بیا نیولې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.