The news is by your side.

د خپلې ښکلا له امله سوالګري

خبریال ویبپاڼه/ داسې نارینه او ښځې چې ګدايي کوي لږ نه دي او خپله انرژي د عایداتو په لاس راوړلو برخه کې نه مصرفوي، ځینې کسان د بیلابیلو لارو، لکه درغلي سوالګري او نورو لارو چارو عاید لاس ته راوړي

دغه ۳۰ کلنه چیني میرمن ولې د سړک پر غاړه ناسته ده او سوال غواړي؟ بل دلیل دغه ښځه چې ځوانه ده او هم ښکلې ده ولې له خپل کار څخه عاید لاس ته نه راوړي د دې په هکله جالب حقایق موجو دي  چې دغه میرمن سوالګري کوي دې حقیقت د هغې په هکله خلک ټول متعجب کړل.

هغه وايي ډیره ښکلې ده نو باید کار ونکړي ځکه د دې له انده که هغه چیري کار وکړي نو ښکلا به يې په کم وخت کې له منځه ولاړه سي ځکه نو له همدې امله د خپل خوراک او څښاک لپاره سوالګره سوې

هغه ځوانه ښځه چې د سوال کولو عکسونه تاسو لاندې ګورئ ، مخکې له دې چې دا میرمن  په سوالګري پیل وکړي، ښې تجربه سوې دندې لکه د عایدو خزانه داري او چوپړوال په حیث يې دندې مخ ته وړې وې خو اوس یې پریکړه کړې چې د ښکلا ساتلو لپاره په ساده ډول، عاید ترلاسه کړي چې هغه سوالګري ده

د دې له انده ډیر چې په ټولنه کې مهربانه زړونه موجو دي او بغیر له دې چې دا زحمت وکړي ورته اسانه پیسې ورکوي نو بیا مجبوره نه ده چې دا په پیسو ګټلو پسې خپله ښکلا له لاسه ورکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.