The news is by your side.

نوی ایفون ۱۲ او کمالونه يې

خبریال ویبپاڼه/ امریکايي اپل کمپنۍ له کوچني ځنډ وروسته ایفون ۱۲ بازار ته وړاندې کړ چې له خورا ډیرو ځانګړنو او پرمختللې ټنکالوژۍ برخمن دی  په نویو ماډلونو کې ایفون ۱۲، ایفون ۱۲مني، ایفون ۱۲پرو او ایفون ۱۲ پرومکس شامل دی چې هر یو يې ځان ته ځانګړنې لري

اوس نو يې هر نوی ورژن ځانګړې بیه لري چې پیل له ۶۹۹ ډالره ایفون ۱۲مني څخه کیږي چې تر ۱۰۹۹ ډالرو پوري رسیږي د اپل شرکت د مالوماتو له مخې چې دوه ماډله ایفون ۱۲، او ایفون ۱۲پرو به د اکتوبر پر ۲۳ بازارونو ته وړاندي سي او پاتي دوه ماډله به یې مني او پرومکس د نومبر پر ۱۳ خرڅ ته وړاندي سي

دا ټلیفونونه د خورا ډیرو ځانګړونو په درلودلو سره ځانګړي اپل ویلي دا نوي ماډلونه هیډقون او چارچر نلري ایفون ۱۲ او ۱۲ مني په شاتنۍ برخه کې دوې کمرې لري، چې په وایډ او الټرا وایډ عدسو سمبال دي. د ایفون ۱۲ پرو او ۱۲ پرومکس کمرو کې بیا ټیلیفوټو لینس هم ټومبل سوي دی، ایفون ۱۲ به د ټولو نورو ځانګړنو ترڅنګ د ۵جي انټرنیټي خدمتو د ترسره کولو جوګه هم دي

ایفون د نړۍ په کچه هغه شرکت دي چې نژدې هرکال خپل نوي  ټلیفونونه بازار ته وړاندي کوي چې د باور له لحاظه يې خلک زیات خوښوي دا شرکت کوښښ کوي ترڅو په ډیرو اسانتیاوو درلودلو سره هر کاله یو غوره ټلیفون او ټابلیټ او ورسره هممهاله نور څېزونه بازار ته وړاندي کړي

داسې فکر کیږي چې ایفون ۱۲ به د اپل شرکت لپاره ډیر عاید ولري

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.