The news is by your side.

IMF: افغانستان به په راتلونکي کال بيساری اقتصادي پرمختګ تجربه کړي

خبريال ويبپاڼه/ راتلونکی کال به افغانستان د اقتصادي له پلوه د سږ کال ، پر تله په سلو کې څلور سلنه وده وکړي ، چې دغه ډول اقتصادي وده په تيرو په اوو(۷) کلونو کې ترټولو چټکه او ګړندۍ وده ده.

کهدڅه هم د پیسو نړیوال صندوق (IMF) وړاندوینه کړې وه چې سږکال به د افغانستان اقتصاد په منفي۵ سلنه وده وکړي.

خو د نړیوال بانګ او IMF په تازه راپور کې ويل شوي چې د افغانستان اقتصاد به راتلونکی کال په سلو کې څلور سلنه وده وکړي ، چې د راپور په وينا تير دا په اوو کلونو کې ترټولو ګړندی او چټکه وده ده.

د سرشمېرنې ملي اداره وايي چې سږکال کت څه هم د افغانستان اقتصاد حالت ډيره وده نه وه کړي خو دا ادره وايې چې سږ کال به هم د افغانستان اقتصاد له مننفي حالت څخه ووځي .

د پسيو نړيوال بانګ وجهيې صندق په دې راپور کې ، زياتوي چې روان کال د افغانستان د اقتصاد لپاره بد کال وو . خو مګر راتلونکی کال به د بیا رغونې کال وي او اقتصادي پرمختګ کال وي .

د بودیجې د اټکلونو له مخې ، سږکال که څه هم په افغانستان کې انفلاسیون يا اقتصادي وده منفي وه خو س په راتلونکي کال کې بيا دا سلنه مثبت ۴ سلنه اټکل شوي ده.
د احصایو ملي اداره ټینګار کوي چې د هیواد ناخالص کورني تولید (GDP) به سږکال هم منفي نه وي او مثبته ودېه به تجربه کړي.

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) یو راپور ښیې چې د کورونا ویروس ناروغي د هیوادونو په اقتصادي وده منفي اغیزه کړې ، او نهه ملیونه خلک یې په فقر او غربت کچې ته راوستي.

د تير کال اقتصادې ځوړتيا کرونا ويروس او په نړيوالخ کچه اقتصادی بحران بلل شوی.

خو د راتلونکي کال اقتصادي پرمختګ بيا په کورنيو خالصو توليدواتو ډيرښت، پانګه والو او تصديو ته اسانتياوي برابرول ،له کرونا څخه د خلاصون او ځيني نور عوامل بلل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.