The news is by your side.

د کوټې شورا مهم غړی ملا عبدالکریم په پکتیکا ولایت کې ووژل شو

خبریال وېب پاڼه/ د طالبانو د کوټې شورا خورا مهم غړی ملا عبدالکریم د پکتیکا ولایت جانیخېلو ولسوالۍ په جمجمې سیمه کې ووژل شو.

د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي، د کوټې شورا غړی ملا عبدللکریم د جانیخېلو ولسوالۍ له جمجمې سیمې نه د تېرېدو پر مهال وژل شوی دی.

ښاغلی آرین زیاتوي، د پولیسو د کشفي راپورونو پر اساس ملا عبدالکریم له یادې سیمې نه د تېرېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو په کمین کې ولوید، چې د دواړو لوریو تر منځ نښته پیل شوه او ملا عبدالکریم ځای پر ځای ووژل شو او جسد یې په سیمه کې پروت دی.

له ملا عبدالکریم سره یو ځای دوه تنه نور هم سخت ټپیان شوي دي او د دوی یو میل کلاشنکوف، یوه پایه کشفي مخابره او یو موټر سایکل هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.

طالبانو تر دې دمه د کوټې شورا غړي ملا عبدالکریم د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته مهال په هلمند ولایت کې د څو ورځو سختو جګړو په ترڅ کې د طالبانو د مهمو قومندانانو او مهمو غړو په ګډون ٣٠٠ طالبان وژل شوي دي، چې د ځینو جسدونه لا هم په سیمه کې پاتې دي، د څه باندې ٨٠ جنګیالیو جسدونه بیا د هلمند دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول شوي، یو شمېر طالبان چې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ټپیان شوي د هلمند موسی کلا روغتون کې دي او ځيني یې د دیشو ولسوالۍ له لررې پاکستان ته انتقال شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.