The news is by your side.

د هلمند جګړه کې ٣٠٠ طالبان وژل شوي؛ ٨٠ جنازې پاکستان ته وړل شوي

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند ولایت په جګړه کې ٣٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي او د څه باندې ٨٠ پنجابي جنګیالو جنازې د هلمند دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول شوي دي.

نن د ورځې په اوږدو کې په هلمند ولایت د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي، یو شمېر طالبان چې د جګړې په ډګر کې ټپیان شوي د دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول شوي او یو شمېر د موسی کلا ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي، د جګړې په ډګر کې لا هم د لسګونه طالبانو جسدونه پاتې دي او د طالبانو نه د سیمو د پاکوالي په موخه د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

په ورته مهال د افغانستلن ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم تېره شپه هلمند ولایت ته تللی او د هلمند له امنیتي ځواکونو، امنیتي او ولایتي چارواکو سره یې هم لیدلي دي.

خالد امنیتي ځواکونو ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان زړور ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي او په هلمند کې یې هم دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

اسدالله خالد داسې مهال هلمند ولایت ته په سفر تللی چې له څو ورځو را هیسې هلمند له سختې جګړې سره مخ دی او امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې بوخت دي.

د هلمند ولایت هغه سیمې چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو سره وې او لویې لارې یې تړلې وې، امنیتي ځواکونو بېرته نیولې او لویې لارې یې هم خلاصې کړي او د طالبانو پر خلاف د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.