The news is by your side.

په طالبانو څنګه د سولې باور کېدی شي چې جګړه یې دوامداره ساتلې

خبریال وېب پاڼه/ کاناډا او د اروپا اتحایې له طالبانو د بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده.

کابل کې د کاناډا سفیر وایي، افغانان به څنګه پر طالبانو باور وکړي چې جګړې یې دوامداره ساتلې او سولې ته د ژمنتیا ادعا کوي.

کابل کې د کانډا سفیر دیف میتکالف په هلمند او د افغانستان په نورو ډېرو برخو کې د طالبانو د بریدونو او جګړو درېدو غوښتنه کوي او له طالبانو غواړي خبرو او مذاکراتو ته ژمن پاتې شي.

ښلغلي میتکالف په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغانان به پر طالبانو څنګه د سولې کولو باور وکړي په داسې حال کې چې د مذاکراتو په درشل کې یې هم جګړه دوامداره ساتلې ده.

په ورته مهال افغانستان کې د اروپا اتحایې سفیر او استازي هلمند کې د جګړې د درېدو ټینګار کړی او په ټوېټر پاڼه یې په خپور کړي ټویټ کې زیاته کړې، چې د اروپا اتحادیې د بشر پاله مرستو ادارې د هلمند له ټپیانو سره مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو را هیسې هلمند له سختې جګړې سره مخ دی، خو افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او یو شمېر هغه سیمې چې طالبانو نیولې وې او لویې لارې یې تړل شوې وې، د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼییزو عملیاتو کې بېرته خلاصې شوي دي.

نن د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم هلمند ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار تللی او د هلمند له ولایتي او امنیتي چارواکو او ځواکونو سره لیدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.