The news is by your side.

خالد: ملي پوځ د هیواد له لوېشت لوېشت څخه دفاع ته چمتو دي

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر هلمند ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ملي پوځ او امنیتی ځواکونو ته په وینا کې ویلي دي چې د افغانستان زړور پوځ د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع ته چمتو دي۔

ښاغلي خالد زیاته کړه چې ملي پوځ په هلمند کې دښمن ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړ۔ د هغه په خبره چې اوس د امنیتی پلوه افغانستان د هيڅ یوه بهرنې هیواد ملاتړ ته اړ نه دې ځکه خالد واېې چې تر ٩٦ سلنه عملیات په خپله افغان امنیتی او دفاعي ځواکونه ترتیب او تنظیم کوي۔

باید وویل شي چې د افغانستان د ملي دفاع له سر پرست وزیر سره هلمند ته په سفر کې ګڼ دولتي چارواکي هم مله وو۔ د ځینو رسنيو د راپورونو پر بنسټ دغوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان سکاټ میلر هم مل وو.

هيره دي نه وي اسدالله خالد په داسي حال کې هلمند ولايت ته سفر کوي چې اوس هم ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې سخته جګړه روانه ده.

د راپورنو پرنسټ د هوايې او ځکمني ځواکونو.د سختو بريدونو له امله تر ۲۰۰ زيات وسلوال طالبان وژل شوي دي چې. د هلمند په بريد ګڼ پاکستاني يرغلګر هم هلاک شوي دی.

دياد ولوړ ده چې تيره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۲ څرخي چورکي سره ټکر شوي ، او پکې ناسته عمله له پليوټانو سره ټول شهيدان شوي دي.
د سرچېنې په وينا د هوایی ځواک دوه هلیکوپټرې په خپل کې سره ټکر او دواړه له منځه تللي او تخريب شوي دي.
ياده پښه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې رامځتنه شوي ده.
د هلمند د ناوې ولسوالۍ ولسوال تورجان هلمندوال خبريال ويبپاڼې ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه په ياده ولسوالۍ برید وکړ ، چې له هغه وروسته امنتي چاوارکي اړ شول له د هوایی ځواک څخه مرسته وغواړي. خو د هوايې ځواک د راتلو په ترڅ کې د ملي پوځ دوه چورلکي سره ټکر او ، په پایله کې یې دواړه چورلکې سقوط او تخريب شوې.

د ناوې د ولسوال هلمندوال په وينا د ملي پوځ د د دواړو هليکوبټرو ټوله عمله او پیلوټان ​​شهيدان شوي دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.