The news is by your side.

پاکستان: د اولادونو په مخ کې یې په مور جنسي تیری

خبريال ويبپاڼه/ پاکستان کې یوه ښځه د ډله ییز جنسي تیري خکار شوې

 په پاکستان کې ښځې او ماشومان هر وخت د ډله ییز جنسي تیري ګرزې، تازه نن چهارشنبه (تلې ۲۳ مه) پاکستان کې په یوه ښځه د ډله ییز جنسي تیري کونکي نیول شوي. دغې پېښې په پاکستان کې یو لړ مظاهرې پارولې وې.

پاکستان کې داسې پیښې زیاتره وخت پيښیږي.

د لاهور ښار پولیس وایي تېره میاشت په لاره کې د دغې ښځې موټر تیل خلاصوي، هغه موټر یوې خوا ته دروي، له خپلو ماشومانو سره یو ځای د موټر دروازې بندوي او‌ د لویې لارې پولیسو ته د مرستې لپاره زنګ وهي.

خو د پولیسو تر رسېدو مخکې یوه ډله خلک راځي،‌ د هغې د موټر شېشې ماتوي او د ماشومانو په وړاندې پرې ډله ییز جنسي تېری کوي.

پولیس چارواکي وایي چې په دې قضیې کې یې وار دمخه یو بل تورن نیولی دی او دویم یې هغه وخت ونیول شو چې له کورنۍ سره یې تماس ونیوه.

دواړه نیول شوي کسان په غلا، جنسي تیري او تروریزم تورن شوي چې د مرګ له سزا سره مخامخ دي.

د پاکستان په مدرسو کې په ماشومانو د جنسي‌ تېري قضیې

یو خبري اژانس په پاکستان کې په دیني مدرسو کې په ماشومانو باندې د جنسي تیریو په اړه یوه تازه تحقیقاتي راپور خپور کړی دی.

دغه اژانس وايي‌ چې په راپور کې یې د جنسي تېري د لسګونو قربانیانو او کورنیو سره خبرې کړي ‌او په دې اړه یې د پولیسو ګڼ راپورونه لیدلي‌ او لوستلي دي.

داسې تازه ارقام نشته چې په پاکستان کې په څومره ماشومانو باندې جنسي تېري شوي دي، خو په ۲۰۱۷ کې د دغه هېواد د بشري حقونو وزارت ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې په ټول پاکستان کې په شاوخوا ۱۸۰۰۰ماشومانو جنسي تېري شوي دي.

په پاکستان کې دا مهال ۲۲۰۰۰ دیني‌ مدرسې ثبت او راجستر دي‌ چې څه باندې دوه میلیون ماشومان په کې زده کړې کوي. پولیس چارواکي وايي ډېرې نورې غیر راجستر مدرسې هم شته دي.

پر یو ماشوم د جنسي تېري داستان

په راپور کې د نورو بېلګو تر څنګ د کوهیستان د یو اته کلن ماشوم کیسه هم شامله ده چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په منصهره کې په یوې مدرسې کې پرې یو ملا جنسي تېری کړی و.

دغه ماشوم چې په راپور کې یې نوم یاوس ښودل شوی وايي‌ چې د پنجشنبې په مازدیګر مدرسه رخصت شوه، نور شاګردان کورونو ته ولاړل خو دی په دې خاطر په مدرسه کې پاتې شو چې کور یې لېرې و او د لارې کرایه یې نه لرله.

وايي چې نور هلکان ولاړل، د مدرسې استاد راغی، په زور یې خپلې کوټې ته ننویست، جامې یې پرې وویستلې او بیا یې جنسي تېری پرې وکړ. یاوس وايي دی هېڅ نپوهېده چې ولې دا ملا ورسره دا کار کوي. ملا دوې شپې یاوس په خپلې کوټې کې وساته او هغه یې ډېر ژوبل کړی و چې بیا رنځور شو.

کله چې یاوس روغتون ته انتقالیږي د فیصل منان سالارزي په نوم یو ډاکټر هغه بستر کوي‌ او له معایناتو وروسته معلومیږي چې په هغه پرلپسې جنسي تېری شوی دی. وايي‌ د هغه په ټول بدن کې د شکنجې نښې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance