The news is by your side.

په کندز کې د وريجو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه

خبريال ويبپاڼه/ په کندز کې د وريجو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه دغه فابریکه د ۷.۷ ملیونه ډالرو په لګښت او په یوه شپه او ورځ کې د ۱۴۰ ټنو وريجو د پروسس ظرفیت سره جوړه شوې ده.

د کندز د والي مطبوعاتي دفتر وایي: چې دا فابریکه د دغه ولایت مرکز د سه درک په سیمه کې د ۵ ملیونه او ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوې دهه.

د کندز د والي مطبوعاتي دفتر په وینا، دا فابریکه ۸۵ تخنیکي کارمندان لري چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ ټنه وریجو د پروسس کولو ظرفیت لري. د دې فابریکي وریجې تاجکستان او ازبکستان ته هم صادریږي.

د کندز د والي مطبوعاتي دفتر د دې فابریکې د چارواکو په حواله وايي چې  ۳،۴۸۰ کروندګرو ته چې اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي، د اړتیا پر مهال به پورونه هم ورکړل شي.

کندوز يو له لرغونو او تاريخي ولايتونو څخه دى، چې دافغانستان په شمال ختيځ کې موقعيت لري. دغه ولايت په لومړيو کې په بېلابېلو نومونو لکه اپاسکا، کهندژ او کندوز په نومونو ياد شوى دى.

کندوز د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې هم خورا مهم دى، کله چې اسکندر کبير له ميلاد مخکې په ٣٣٠ کلونو کې د بيسوس پر وړاندې، چې ځان يې پاچا باله، لښکر کشي کوله، نو اپاسکا يا اوسنۍ کندوز يې د خپلې پوځي اډې په توګه انتخاب کړى و.

کهندژ، چې د نسلونو او پېړيو په تېرېدو يې نوم بدل شوى، په تېر کې د تخارستان پلازمېنه و او ٢٠٠٠ کاله وړاندې د يفتلي دولت پر مهال له مهمو سوداګريزو لارو څخه شمېرل کېده، چې د هندوکش سوېلي ليکې يې د کوهدامن او کوهستان غرونو له لارې له شمالي ځنډو سره نښلولې.

د کندوز د هندوکوه شمالي څنډې د تخارستان او باختران تر منځ يو مهم تمځاى و، چې هلته بيا سوداګريزې لارې په يوه درې لارې کې سره بېلېدلې، يوه يې د بلخ، بله د تخارستان او درېيمه يې مخامخ د امو سيند پر لوري تللې وه.

کندوز د کرونيزو ځمکو لرونکى دى، د دې تر څنګ دوه لوى سيندونه، يو هوايي ډګر او يو هم د شېرخان په نوم سوداګريز بندر هم لري. ياد ولايت همدا راز له تاجکستان سره ٢٧٠ کيلومتره پوله جوړوي او امو سيند هم پر همدې پوله بهېږي.

د اوبو بندونه :

په کندوز کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د اوبو پنځه لوى بندونه شته، خو هر کال يې ځينې برخې د موسمي سېلابونو له امله ويجاړېږي.

دغه بندونه د خان اباد، نهرنقي، ايرګنک، شاهروان ارچي او ملا کريم په نومونو يادېږي، چې د رغونې لپاره يې کارونه د اموسيند او شمال ختيځ حوزو له خوا پيل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.