The news is by your side.

زرداري: عمران خان هسي يو سمبول دی ټولي چاري پوځ پر مخ وړي

خبريال ويبپاڼه/په سویلي آسیا کې د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو سازمان سره په یوې غونډې کې ، د پاکستان اوسني او پخوانیو پارلماني غړو او سفیرانو وویل چې دا مهال په پاکستان کې يو نا اعلان شوي غیر مارشل لا او پوځي حکومت حاکم دی ،.

پاکستاني سياستوالو د پاکستان لړمړی لومړي وزیر عمران د پاکستاني پوځ ګوډاګی او د پاکستان د سیاسي کړکیچ را منځته کوونکی وبلل.
هغوی زياته کړه چې د پاکستان پوځ او عمران د ګاونډیو هیوادونو سره نه اقتصادي همکاري او د خرابو ډیپلوماټیکو اړیکو مسؤلیت لري.
د سایت فورم مشرانو په وینا ، د پاکستان پوځ ددې هيواد قانون تر پښو لاندې کړې.

پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه پخواني ویاند او د پاکستان د فيپلز (خلکو) ګوند مشر فرحت الله بابر په وینا ، لومړی وزیر عمران خان د پوځ د یوه ګوډاګي په توګه رول تر سره کوي.

اصيف زرداري زياته کړه چې عمران داسي مثال لري چې يو څوک موټر چلولو ته کينوي او لاره ته ورښې. هغه وويل عمران خان يوازي یو سمبول دی ټولې چاري د پاکستان پوځ پر مخ وړي.

هيره دې نه وي چې پرون د پاکستان ستري محکمې هم د پاکستان په لومړي وزير تور پوري کړ چې له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي، داسي کارونه تر سره کوي لکه يوازي چې د يوه ګوند تحريک انصاف ګوند لومړی( صدراغظم) وي.

د پاکستان سترې محکمې په خپل خبراداري کې ويلي چې عمران خان د ټول پاکستان لومړی وزير دی نه د يوه ګوند ، د ستري محکمې په نوټس کې راغلی چې عمران خان د ټولو پاکستانيانو په وړاندي مسوليت لري بايد هر کار او خپلو کړنو ځواب ووايې.

په پنجاب صوبه کې د ځمکو د يوې قضیې د ارويدنې په ترڅ کې د سترې محکمې دوو قاضيانو پرمهال ، قاضي فیض عیسی وویل چې عمران خان له خپل څخه ناوړه استفاده کوي او پاکستاني يې سخت بحراني حالت ته بيولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.