The news is by your side.

امریکاکې د کرونا قربانیانوشمېر دولکه ۱۵ زره تنو ته ورسید

خبریال ویبپاڼه/ کرونا ناروغي لاهم د امریکا په ګډون په یوه شمېر نورو هېوادونو کې لوی ګواښ بلل کیږي او هره شېبه د انسانانو د وژنې سبب کیږي له امریکا څخه راپورنه وايي چې د لته هره شېبه له کرونا ناروغي څخه خلک وژل کیږي او تمه نسته چې  حالات به سم سي

راپورونه وايي چې د امریکا په ګوټ ګوټ کې لاهم  هره ورځ د کرونا ناروغي زرګونه مثبتې پیښي ثبتیږي تراوسه پوري د نړۍ په کچه کرونا ناروغي شاوخوا ۳۸ زره مبتلایان لري چې له جملې څخه یې تر یو میلیون زیاتو خلکو ژوند له لاسه ورکړی تراوسه پوري کرونا ناروغي په ډاډ سره د انسانانو ژوند اخلي او په وړاندي يې کوم طیبي اقدام نه دی سوی
د نړۍ په کچه د شمېرو له مخې په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۶ زره او ۲۴۶ تنو ته رسېدلی دی برازیل کې بیا د ۱۵۰زره ۶۸۹، همدا شان په ترتیب مکسیکو کې  ۸۴ زره او ۴۲۰، هند کې ۱۰۹زره او ۸۵۶، په بریتا نیا کې ۴۳ زره تنو ته تلفات رسیدلي

روسیې دوه ځله اعلان وکړ چې د کرونا ناروغي د مخنیوی لپاره یې واکسین جوړ کړی خو داسې مالومیږي چې دې واکسین کومه نتیجه نه ده ورکړې

همداشان د نړۍ بل مهم هېواد امریکا هم نه ده توانیدلې چې د دې ویروس په وړاندې د مبارزې وړ اقدامات وکړي او ان چې په دې وروستیو کې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې ویروس ککړ او تر درملنې لاندې دی

تراوسه پوري دا پوښتنه ګرځي چې انسانان ولې په دومره زیات پرمختګ کې د دې ویروسي ناروغۍ مخ نسي ډب کولای هېوادونه او روغتیايي سازمانونه لګیا دي ترڅو په هرڅومره بیړنۍ توګه د دې ناروغي د مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.