The news is by your side.

له ۱۱ مياشتو وروسته د مکې په دښته کې پيدا شو

خبريال ويبپاڼه / د سعودي عریستان مشهورو ورځپاڼو په خپلو لومړيو ګڼو کې تر دې سر ليک لاندي په غټو توور ليکلي له ۱۱ مياشتو وروسته د مکې په دښتو کې پيدا شو.

له ۱۱ مياشتو وروسته هغه سعودي ځوان محمود الصماني د مکې په نعش صحرايې دښته کې له هغه وروسته وموندل شو چې له کوره خفه شوی او تللی وو.
محمود الصماني چې ، یو سعودي تبعه دی له پوره ۱۱ میاشتو راهیسې ورک وو، خو د مکې په نعش صحرايې دښته کې په داسي حال کې وموندل شو. چې کورنۍ یې له ۱۱ میاشتو راهیسې د هغه په ​​لټه کې سخته لالهانده وه. د محمود الصماني کورنۍ هغه وخت سخته حيرانه شوه چې هغه يې يو ناڅاپه په يوه دښته کې وليد.

د محمود الصماني مشر ورور سبق ويب سايټ ته ويلي چې پلار مې د ورور محمود الصماني له غمه زره ترک او ومړ هغه ويلي چې پلار به مې شپه او ورځ په سوچو کې وو چې محمود به چيرته وي کله به راځي.
د محمود الصماني د مشر ورور په وينا پار يې مړ شو خو محمود يې ونه ليد.

د محمود مشر وايې چې مور هم ډيره سخته ناروغه شوه خو چې محمود يې وليد له خوشالۍ يې چيغي وکړي. هغه وايې چې انشالله محمود به بيا داسي کار نه کوي چې له کور په خپل سره ووځي.

بايد وويل شي چې محمود الصماني له هغه وروسته خپل کور پيرښود چې د کورنۍ له غړو سره يې د تلويزون په سره شخړه راغله. له ۱۱ مياشتو راهسي کورته نه وو تللی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.