The news is by your side.

اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جکړه لا هم روانه ده

خبريال ويبپاڼه/ د اذربایجان د ملي دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ارمنستان اردو د ازادو شوو سیمو د بېرته نیولو لپاره په نیمه شپه ، په اغدره، اغدم ، فضولي او په هادروت کې د وړو ډلو له لارې بریدونه پیل کړي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي، “د اذربایجان اردو د ارمنستان دغو بریدونو ته ځواب ووایه او د ګریډ توغندیو درې سیسټمونه ، د الوتکو ضد توغندي سیسټم ، دوه د زغره وال جنګي وسایط او لسګونه نور مهمات ویجاړ او لمنځه وړل شوي دي.

په خپره شوې خبر پاڼه کې ټینګارشوی، چې د ارمنستان اردو سخته کمزورې شوې او ډیری ارمنستاني عسکر تښتیدلي دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت همداراز زیاته کړې، چې د اذربایجان پوځ بشري اوربند ته ژمن دی.

تر دې مخکې ارمنستان د اذربایجان سره د دوهم ځل لپاره اور بند مات کړی وه.

د اذربایجان د دفاع وزارت تیره یکشنبه اعلان کړی وه چې، د ارمنستان اردو د شپې په نیمایې کې د اذربایجان دوهم لوی ښار ګنجه باندې توغندیز برید پیل کړ او د دوهم ځل لپاره یې اوربند مات کړ.

په دغه توغندیز برید کې چې یو توغندی یې په کور لګیدلی له امله یې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې اعلان کړی چې په ګنجه ښار کې د ارمنستان د توغندي برید د قربانیانو شمیر ۹ ته لوړ شوی او د ټپیانو شمیر یې ۴۲ ته رسیدلی.

له بلې خوا ، د اذربایجان د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: چې نن سهار یې د مینګ چویر په اسمان کې د ارمنیا یو بې پیلوټه الوتکه ویشتلې.

د بیان په وینا ، د دښمن بې پیلوټه ، چې د ښار په اسمان کې الوتنه کوله ، د اذربایجان دفاعي ځواکونو لخوا ویشتل شوې.

ترکيې او افغانستان په دې شخړه کې د اذربایجان د دريځ ملاتړ کړی دی او نګورنو قره ‌باغ يې د اذربایجان اړوند سيمه بللې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.