علي خان امریکايي کرکټر: غواړم د راشد خان رنګه وځلیږم

خبریال ویبپاڼه/ د افغان کې له تیري یوې لسیزې کرکټ د یوه تازه ورزش په توګه خورا وده کړې او دا مهال افغانستان کې داسې لوبغاړي هم لري چې په نړیواله کچه مشهوره دي چې د هغوی له جملې څخه یوه هم راشد خان دی

راشد د کرکټ نړۍ په ډیره کم وخت کې فتحه کړه او د نړۍ هېوادونو په ګوټ ګوټ يې ځان زیات مینوال پیداکړل اوس تازه یوه امریکايي د کرکټ برخې لوبغاړي علي خان ویلي چې غواړم ځان د راشد غوندي جوړ او وځلیږم، هغه یوازنی امریکايي لوبغاړی دی چې د سږ کال هند غوره لیک سیالیو کې د کولکته نایټ رایډر لوبډلې لپاره لوبیږي

علي خان په کوم نظر دی؟ هغه وايي چې کوم څه چې راشد خان د افغانستان لپاره وکړل هغه زه هم غواړم د امریکا لپاره يې وکړم

علي خان د راشد سخت مینوال اوغواړي او وايي په دې کې شک نسته چې راشد خان د شل اوریزه کرکټ لوبو لومړی مفام لرو نکی لوبغاړی او غوره توب اچوونکی دی   خو ایا دی به وکړای سي خپلې دې هیلې ته ورسیږي د

د افغانستان کرکټ کې د راشد خان نوم خورا اغیزمن او لوی دی هغه له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستانه بهر د نړۍ په لویو لیګونو  کې د خپلو دریو نورو ملګرو محمد نبي اومجیب سره لوبیږي چې هر یوه يې دخپلې لوبډلې لپاره د پام وړ لوبې کړې راشد خان څو ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جاییزه هم ګټلې

د افغانستان کرکټ له لس کلن مزل وروسته د نړۍ په کچه اوس یوه غوره لوبډله او غوره لوبغاړي لري چې د علي خان غوندي ډير لوبغاړي او کسان غواړي د دوی مینوال او پر قدم یې قدم کښېږدي

علي خان وايي اوس ټپي دی خو وايي باید خلکو ته د یوه امریکايي لوبغاړي په توګه باید ثابته کړم چې زه څه کولای سم خو دا د ځان لپاره باید یو فرصت وګڼم

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More