The news is by your side.

هلمند کې جګړې زرګونه کسان بې کوره کړي

خبریال ویبپاڼه/ د هلمند سختې جګړې تر ډیره بریده تاوان ملکیانو ته رسولی او په دې ولایت کې يې تر ۳۵۰۰۰ زره زیات کسان بې کوره کړي ویل کیږي چې دا کورنۍ له د خورا او څښاک توکو ترڅنګ د ځای نشتوالي او روغتیايي ستونزو سره هم مخ دي

اوچا په یوه تازه راپور کې ویلي چې دا جګړې سختې او تر ډېره بریده يې تاوان ملکیانو ته رسیږي او شاوخوا ۳۵زره کسان بې کوره سوي چې اوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

دلته بې کوره سوي کسان وايي کور په کور ګرځي خو د اوسیدولو لپاره سرای نسته چې پکښي واړوي د دوی په وینا د خوراک، او څښاک لپاره هیڅ هم نسته او موږ حیران یو چې چیري ولاړ سو

هلمند کې د افغان ځواکونو د کلک مقاومت سره سره لا هم د هلمند په یو شمېر سیمو کې جګړه روان ده چې خلک اړکیږي ترڅو خپل کور او کلی پریږدي د هملند والي جنرال یاسین ضیا په تازه څرګندونو کې د هلمند خلکو ته ډاډ ورکړی چې لښکرګاه ښار له هر ډول ګواښ څخه  خوندي دی اوخطر کم شوی

هلمند کې د کډوالو چارو اداره تائیدوي چې د دوی د مالوماتو له مخې تر دا مهاله ۵۱۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه سوې دي خو دې ادارې دا نه دي ویلي چې له دې بې ځایه سویو سره به څه وخت مرستې کوي

د تیرو څو ورځو راپه دې خوا هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وسوې چې پر مهال يې زیاتي کورنۍ بې ځایه او ستونزو سره مخ سوې دي تراوسه پوري د جګړې بې ځایه سویو کسانو سره کومې مرستندویه ټولنې او دولت مرسته نه ده کړې

له یوې خوا، یخه هوا جګړه او د خوراکي موادو کمښت هغه اړتیا وي دي چې هلمند کې باید د جګړې بې ځایه سویو لپاره چمتو سي او که چیري دا ستونزه پرځای پاتي سي نو لیري نه ده چې یوه بله انساني فاجعه به هم  رامنځ ته سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.