The news is by your side.

له بهر نه وراديدونکو توکو افغاني بزګران انديښمن کړي

خبريال ويبپاڼه /داسې حال کې چې افغانستان کې د کچالو د ټولیدنې موسم رسیدلی، له ایرانه هره ورځ لسګونه له کچالو بار موټر هیواد ته را دننه کیږي.

د افغانستان د خونو فدراسیون وایي هره ورځ د هیواد له لویدیځو پولو تر سلو د کچالو ډک موټر افغانستان ته واردیږي.

اندیښنه داده چې دغه ایرانۍ کچالو به افغان بزګران له لوی زیان سره مخ کړي.

بزګران پر حکومت نیوکه کوي چې د کچالو د وارداتو تعرفې یې ټيټې ساتلې او دا ددې لامل شوي چې هیواد ته د کچالو واردات زیات شي.

بامیان د افغانستان په کچه د کچالو ستر تولیدونکی ولایت دی.

د کرنې وزارت معلومات ښيي چې سږ کال بامیانو کې د کچالو تولید د تیر کال په پرتله ۸۰ زره ټنه زیات شوی دی.

د نجف علي په نوم یوه برګز یک تلویزیون سره خبرو کې وویل چې سږ کال له بهره د کچالو وارداتو زیاتوالي له امله ۲۰۰ زره افغانۍ زیانمن شوی دی.

هغه وویل د کچالو محصولات یې بازار نه لري او اړ دی چې خپل تولیدات له ټيټې قيمت او بیې په ټیټه بیه وپلوري.

یواځې کچالو نه دي ، بلکې زیات نور افغاني کرنیز توکي دي چې د بهرنیو تولیداتو د ډیریدو له امله بې ارزښته شوي دي.

د بزګرانو په وينا د افغانستان پیاز د قزاقستان او اوزبیکستان د پیازو له امله ښه بارزا نه لري. ښه .

د مالیې وزارت وایي ګمرکي تعرفي د سکتوري بنسټونو د وړاندیز په صورت کې چې خصوصي برخه هم پکې ده، لوړیږي یا کمیږي.

افغانستان کې د کرنیزو توکو لپاره د سړخونو نشتوالی هم د افغان بزګرانو لپاره یوه بله ستره ننګونه ده.
افغان پیاز د قزاقستان او ازبکستان پیاز څخه غوره ورځ نلري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.