The news is by your side.

هلمند: دملي پوځ ۲ چورلکي سره جنګيدلي او عمله يې شهيدان شوي

خبريال ويبپاڼه/ تيره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۲ څرخي چورکي سره ټکر شوي ، او پکې ناسته عمله له پلوټانو سره يو ځای ټول شهيدان شوي دي.
د سرچېنې په وينا د هوایی ځواک دوه هلیکوپټرې په خپل منځ کې سره ټکر او دواړه له منځه تللي او تخريب شوي دي.
ياده پښه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې  تيره شپه رامنځته شوه.
د هلمند د ناوې ولسوالۍ ولسوال تورجان هلمندوال خبريال ويبپاڼې ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه په ياده ولسوالۍ برید وکړ ، چې له هغه وروسته امنتي چاوارکي اړ شول له د هوایی ځواک څخه مرسته وغواړي. خو د هوايې ځواک د راتلو په ترڅ کې د ملي پوځ دوه چورلکي سره ټکر او ، په پایله کې یې دواړه چورلکې سقوط او تخريب شوې.

د ناوې د ولسوال هلمندوال په وينا د ملي پوځ د د دواړو هليکوبټرو ټوله عمله او پیلوټان ​​شهيدان شوي دي.
بايد وويل شي چې  د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هوایي چورلکو په همکارۍ، پر نادعلې ولسوالۍ په باباجي سیمې او ٦٠١ شهرا او ځينو نور سيمو باندې عملیات پیل کړي دي.

د هلمند ولایت مقام په خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې په نادعلې او سنګین ولسوالیو، ٦٠١ شهرا او بابا جي سیمو کې د هوایي او ځمکنیو علمیاتو په ترڅ کې ٢٣ طالبان وژل شوي دي او شپږ ټپیان دي او څلور عرادې وسلې موټرونه او وسلې یې هم له منځه تللي دي.

د هلمند پر مرکز لښکر ګاه ښار هم د طالبانو برید پر شا وتنبول شو او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

اوس مهال امنیتي ځواکونه هلمند کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي او هغو سیمو کې یې چې شاه تګ کړی د بیا نیول په تایبا کې دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.