The news is by your side.

هلمند کې د تازه جګړو له امله ٥٠٠٠ زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې

خبریال وېب پاڼه/ له څو ورځو را هیسې هلمند کې روانو جګړو ٥ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړي او مرکز لښکر ګاه ښار ته را کډه شوي دي.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست مسؤولین وایي، له نادعلې، باباجي او ناوې ولسوالیو او بولان او چانجیر سیمو څخه څه لاندې ٤٥٠٠ کورنۍ د تازه جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي او مرکز لښکر ګاه ښار ته یې کډې راوړي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

دوی وایي، د را کډه شویو کورنیو د سروې لپاره یې دوه ټیمونه ټاکلي او له سروې وروسته به ډېر ژر ورسره د لومړنیو توکو مرګتې وکړي.

را کډه شوې کورنۍ وایي، د جګړې له وېرې او دا چې طالبانو یې له کورونو د جګړې د سنګر په توګه کار اهیست لښکر ګاه ښار ته را کډه کېدلو ته اړ شول.

یادې کورنۍ چې زیات شمېر یې د استوګنې لپاره کورونه نه لري، اندېښمن دي چې کوم ځای خپلې کډې واړوي او یو شمېر کورنیو ان د سړک پر سر شپې کړي دي.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست وایي، له لسو مرستندویه مؤوسسو سره یې خبرې ګوي، چې بې ځایه شویو کورنیو سره د خوزاکي او غیرې خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وکړي.

په ورته مهال د هلمند د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هوایي چورلکو په همکارۍ، پر نادعلې باباجي ولسوالیو او ٦٠١ شهرا باندې عملیات پیل کړي دي.

د هلمند ولایت مقام نن په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په نادعلې او سنګین ولسوالیو، ٦٠١ شهرا او بابا جي سیمو کې د هوایي او ځمکنیو علمیاتو په ترڅ کې ٢٣ طالبان وژل شوي دي او شپږ ټپیان دي او څلور عرادې وسلې موټرونه او وسلې یې هم له منځه تللي دي.

د هلمند پر مرکز لښکر ګاه ښار هم د طالبانو برید پر شا وتنبول شو او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

اوس مهال امنیتي ځواکونه هلمند کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي او هغو سیمو کې یې چې شاه تګ کړی د بیا نیول په تایبا کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.